کندوز (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د وسله والو مخالفينو يوې ډلې د ښځو له چادريو په استفادې په کندوز کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى او د قوماندان په ګډون يې څلور تنه وژل شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو دې ډلې غوښتل د چادريو په کارونې د چهادرې ولسوالۍ د يتيم په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړي، چې د پوليسو له خوا وپېژندل شول او بيا يې ترمنځ نښته رامنځته شوه.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې په اوږدو کې څلور کسه ووژل شول او د پير په نوم مشهور قاري سراج الدين هم په کې شامل دى.
هغه زياته کړه، چې د يادو کسانو مړي د هغوى له اغوستو چادريو او وسلو سره ترلاسه شوي دي.
حسيني زياته کړه، چې قاري سراج الدين د چهاردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوځي مسوول شيرين اغا له وژل کېدو وروسته د پوځي مسوول په توګه فعاليت کاوه.
د سرچينې په وينا، د طالبانو يوې بلې ډلې د خپلو مړو د ترلاسه کولو لپاره په پوسته بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې درې کسه ټپيان شول او يو ټپي له خپلې وسلې سره پوليسو نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې په نښته کې امنيتي ځواکونو ته څه زيان نه دى رسېدلى.
د نورمحمد په نوم يوه ځايي استوګن وويل، چې د تېرې شپې نښتې خلک اندېښمن کړي، خو دا چې امنيتي وضعيت ښه نه دى، نو د جزئياتو په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن