ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنرال دوستم او جمعه خان همدرد روغه جوړه وشوه

author avatar
19 May 2014 - 20:52
author avatar
19 May 2014 - 20:52

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د هېواد د دوو مخکښو څېرو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنۍ شخړه نن هواره او د پاى ټکى ورته کېښودل شو.

جنرال عبدالرشيد دوستم د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر او د ولسمشرۍ په اوسنيو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټيم لومړى مرستيال دى؛ جمعه خان همدرد بيا د حزب اسلامي يو مخکښ غړى او اوسمهال د پکتيا د والي په توګه دنده ترسره کوي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په واسطه د جنرال دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ څو کلنه شخړه پاى ته ورسېده.

ده زياته کړه: “شاوخوا ٧ کاله وړاندې، کله چې جمعه خان همدرد د جوزجان والي و، نو د سوء تفاهماتو له امله د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويانو په هغه وخت کې د همدرد پر خلاف مظاهرې وکړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.”

خو هغه وايي، نن ماښام د دواړو ترمنځ روغه جوړه وشوه او په راتلونکي کې په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې به په ګډه کار کوي او د ورورګلوۍ په فضا کې به يو له بل سره همکاري کوي.

دغه راز د ډاکټر اشرف غني احمدزي په فېسبوک پاڼه کې هم راغلي، چې همدا مهال (د ماخوستن اته نيمې بجې) د هېواد د دوو مطرحو سياستوالو او شخصيتونو، هر يو جنرال عبدالرشيد دوستم او جمعه خان همدرد ترمنځ د سوء تفاهماتو د لرې کولو غونډه ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، دا غونډه د اشرف غني احمدزي په کور کې جوړه شوې وه، چې لسګونو ديني علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو په کې ګډون کړى دى.

په دې پاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو پر همکارۍ او د دوستانو اړيکو په لا پياوړي کولو ټينګار وکړ.

بايد وويل شي، چې لس ورځې وړاندې (د غويي ١٩مه) د قاضي محمدامين وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو اتحاد، ولسمشريزو ټاکنو ته له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

جمعه خان همدرد هم د دې شورا غړيتوب لري.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله به په کې سيالي کوي.

اوسمهال دواړه کانديدان هڅه کوي، چې ولسمشرۍ ته د ځان رسولو په موخه، له بېلابېلو مطرحو سياسي کړيو سره وګوري او ملاتړ يې را جلب کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.