ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د طالبانو نوې ډله پيدا شوې

فارياب کې د طالبانو نوې ډله پيدا شوې

author avatar
19 May 2014 - 15:17
فارياب کې د طالبانو نوې ډله پيدا شوې
author avatar
19 May 2014 - 15:17

ميمنه (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو يوه نوې ډله پيدا شوې، چې د ملا عمر تر مشرۍ لاندې طالبانو او بهرنيو ځواکونو سره جنګېږي.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، چې دغه ٢٠ کسيزه ډله له ترکمنستان سره په پوله د قيصار ولسوالۍ په رضاخان، چيچکنو او خواجه اسپهلان سيمو کې راپيدا شوې ده.

نوموړي پژواک ته وويل، چې ياده ډله له تېرو څو ورځو راهيسې له پخوانيو طالبانو سره په جګړه کې ښکېله ده  او تر اوسه له دواړو خواوو څخه ١٠کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

صديقي زياته کړه، د راپورونو له مخې، دا ډله په منصور دادالله او حقاني شبکه پورې اړوند ده  او ويجاړوونکو عناصرو، د بې ګناه وګړو له وژونکو (امارتي طالبان) او بهرنيو ځواکونو سره  مبارزه يې خپل شعار ګرځولې ده.

د سرچينې په خبره، نوو طالبانو ويلي، چې د سړک، ښوونځي، پله، عامه ګټو او د تاسيساتو د مخنيوونکو او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، دولتي کارکوونکو او او موسساتو ته اجازه ورکوي، چې په ټولو ساحو کې دنده اجرا کړي.

ولسوال وويل، چې نوو طالبانو د قيصار په خواجه ګوهر سيمه کې په ملا محمدعمر پورى تړلى يو کس اعدام کړى دى.

د فارياب ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي هاشمي، چې خپله هم قيصار اوسېدونکى دى وايي، چې د دې ډلې شمېر له هغه زيات دى، چې ولسوال يې وايي. د ده په وينا، چې  دوى له ترکمنستان سره پر پوله په شپږو ولسواليو کې را پيدا شوي دي.

هغه وويل، چې دا نوې ډله د ترکمنستان په پوله د قيصار په شکراب سيمه کې له يوې نښتې وروسته را پيدا شوې ده او تر اوسه د دې ډلې او پخوانيو طالبانو درې، درې کسان وژل شوي دي.

د فارياب د ولايتي شورا منشي زياته کړه، چې د خلکو د څرګندونو له مخې د دې ډلې مشري پر معتصم اغاجان او ملا دادالله پورې تړلې، ملا عبدالخالق “ظالم کُش” پر غاړه ده او اوسمهال يې د کوچي مېشتو سيمو په مخورو کې نفوذ کړى  او تر يو ځايه يې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کړى دى.

هاشمي زياته کړه: ((دې ډلې ويلي، چې عشر او زکات نه اخلي، د ملي پيوستون د پروګرامونو او او ابادۍ مخالفت نه کوي، يواځې د خداى تعالى د رضا او د شريعي احکامو د جاري کولو په موخه مبارزه کوي.))

خو هاشمي د دې ډلې د فعاليت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل: ((طالبان هم په پيل کې د کندهار له سپين بولدک څخه له دې ډول پروګرامونه سره را پيدا شول، خو وروسته بيا د بې ګناه خلکو د وژنې، د افغانستان د ورانۍ او د نړۍ د سردردۍ لامل شول.))

د ده په باور، د امارتي طالبانو په څېر دا ډله هم د سيمې هېوادونو د استخباراتو ملاتړ له ځان سره لري.

د قيصار ولسوالۍ د خواجه کنتي سيمې يوه ځايي مخور د نوم نه اخيستو په شرط وويل، چې د دې ډلې مشري د شيخ عبدالحکيم په نوم د يوه کس پر غاړه ده، چې د هېواد د شمال اوسېدونکى دى.

د ده په خبره، که څه هم د دې نوې پيدا شوې ډلې شعار دا و، چې د عامه ګټو پروګرامونو او موسسو له کارکوونکو سره مخالفه نه ده، خو بيا يې هم درې ورځې وړاندې په غوره سيمه کې د اکټيد موسسې درې کارکوونکي تښتولي دي.

خو د قيصار ولسوال وويل، چې تښتوونکي پخواني طالبان دي او نوې ډله په هغې ساحه کې  شتون نه لري.

هغه زياته کړه، چې تښتول شوي کسان دوه د اکټيډ موسسې کارکوونکي او ملي پيوستون شورا رييس دى، چې دوه کارکوونکي د ځايي مخورو په منځګړيتوب را خوشي شوي، خو د شورا رييس لا هم له طالبانو سره بندي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورستان ولايت چارواکو ويلي دي، چې په تازه توګه د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د مخپټو او تورو جامو لرونکو طالبانو يوه ډله را پيدا شوې او تر اوسه پورې يې خپل مخالف ١١ کسه طالبان او مشران وژلي دي او امنيتي ځواکونه بايد  د طالبان له خپل منځي اختلافاتوڅخه ګټه واخلي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو پر وړاندې مخ پټي وسله وال نشته او د دې ډول تبليغاتو موخه  د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو رامنځته کول دي، چې د سيمې استخبارات او دولتي ادارو تړلي کسان په کې لاس لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.