ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: هيله ده د افغانستان د ټاکنو دويم پړاو په برياليتوب ترسره شي

author avatar
19 May 2014 - 19:42
author avatar
19 May 2014 - 19:42

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): ولسمشر حامد کرزى وايي، د افغانستان او چين يو ګډ منفعت له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي، په سيمه ييز وخت نن مازيګر د چين له ولسمشر “شي جين پينګ” سره د دغه هېواد د شانګهاى په ښار کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان د سولې د بهير، له ترهګرۍ او افراطيت سره د ګډې مبارزې، د اقتصادي، سوداګريزو او په نورو بېلابېلو برخو کې د همکاريو د دوام او څرنګوالي په اړه  خبرې وکړې.

د چين ولسمشر خپل افغاني سيال ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل: “افغانستان په تېره يوه لسيزه کې ستاسو تر رهبرۍ لاندې ستر پرمختګونه کړي دي.”

نوموړي څرګنده کړه، چې د چين او افغانستان دوه اړخيزې اړيکې به په راتلونکې کې لا نورې هم پراخې شي، ځکه چې د دغو ښو اړيکو بنسټ ستاسو د زعامت په دوران کې کېښودل شو، چې له شک پرته د افغانستان له نوي حکومت سره به هم دغه اړيکې ادامه ومومي.

ده، ولسمشر کرزي ته ويلي، چې چين او افغانستان تاريخي دوست هېوادونه دي او “ته د چين يو تاريخي ملګرى يې او چينايان خپل تاريخي ملګري نه هېروي.”

د چين ولسمشر په دې کتنه کې د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د طبيعي پېښې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب يې څرګند کړي او ويلي يې دي، چې چين د دغې پېښې له مصيبت ځپلو سره د نغدي مرستې پر استولو سربېره خپل يو شمېر متخصصين هم افغانستان ته استولي دي، چې د هغه هېواد له اړوندو ادارو سره د دا ډول پېښو د مهارولو په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي.

درې اوونې مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښويېدو له امله، په سلګونه کسان تر خاورو لاندې شول او سلګونه کورنۍ بېځايه شوې.

د چين ولسمشر د افغانستان په ټاکنو کې د افغان ولس پراخ ګډون وستايه او هيله يې وکړه، چې د جمهوري رياست د ټاکنو دويم پړاو هم په برياليتوب سره ترسره شي.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله به په کې سيالي کوي.

نوموړي څرګنده کړې، چې هېواد يې “يو موټى، د پرمختګ په لور روان او باثباته افغانستان غواړي.”

ده زياته کړې، چې چين په افغانستان کې د افغانانو په مالکيت د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او د افغانستان له بيارغونې سره خپلو اوږدمهالو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.

همداراز ده ويلي، چين چمتو دى د افغانستان د بېلابېلو برخو متخصصين په خپل هېواد کې وروزي.

جين پينګ ويلي، چې حکومت يې په افغانستان کې د چينايي پانګه والو له پانګونې څخه ملاتړ کوي او دغه پانګه وال به لا نور هم وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د چين ولسمشر زياته کړې، د افغانستان لپاره د استانبول د غونډو د بهير راتلونکې غونډه به د اګست په مياشت کې د چين په کوربه توب په دغه هېوادکې جوړه شي او د افغانستان په اړه به د ګډون کوونکو هېوادونو ملاتړ راجلب شي.

په مقابل کې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي وويل: (( زما او د افغانستان د خلکو  لپاره د وياړ ځاى دى، چې له چين سره دوستي لرو. ))

نوموړى زياته کړه،چې د چين او افغانستان ترمنځ يوه ستره دوستي موجوده ده، چې د دغې سترې دوستۍ او ملګرتيا لپاره چين يو اساس ايښى دى.

کرزي وويل، چې چين د افغانستان يو ښه دوست او ګاونډى هېواد دى، چې په بېلابېلو حالاتو کې يې د افغانستان وضعيت په ښه ډول درک کړى او له دغه هېواد سره يې لازمې مرستې کړې دي.

هغه له افغانستان سره د چين د خلکو او حکومت د مرستو له امله د افغانستان د خلکو په استازيتوب مننه کړې او ويلي يې دي: ډاډه يم چې د افغانستان راتلونکى حکومت به هم له چين سره ملګرى او همکار پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده دوستي او همکاري به لا ټينګه او پراخه شي.

ولسمشر کرزي د چين او افغانستان پر وړاندې ګډو پرتو فرصتونو او ګواښونو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې د چين او افغانستان پر وړاندې هم فرصتونه او هم ګواښونو موجود دي، چې تر ټولو مهم ګواښ يې “ترهګري او افراطيت” دى.

د هغه په وينا، افغانستان، چين او د سيمې هېوادونه بايد په مشترک ډول د دغې پديدې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.

ولسمشر ويلي، د افغانستان او چين يو ګډ منفعت هم په دې کې دى، چې له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.