ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پيلوټه بريد څلور وسله وال ووژل

بې پيلوټه بريد څلور وسله وال ووژل

author avatar
21 May 2014 - 11:09
بې پيلوټه بريد څلور وسله وال ووژل
author avatar
21 May 2014 - 11:09

اسعداباد (پژواک ٣١ غويى ٩٣): په نورستان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه بريد څلور وسله وال وژلي دي.

په کونړ کې  د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دريمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار وخته د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په بريد کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دغه بريد کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کونړ او نورستان په يو شمېر سيمو کې د اېتلافي ځواکونو بې پيلوټه بريدونه شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.