ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: د ازرې له خلکو سره مرسته شوې پيسې حيف ميل شوې

وکيلان: د ازرې له خلکو سره مرسته شوې پيسې حيف ميل شوې

author avatar
21 May 2014 - 16:40
وکيلان: د ازرې له خلکو سره مرسته شوې پيسې حيف ميل شوې
author avatar
21 May 2014 - 16:40

پل علم (پژواک٣١ غويى ٩٣): د لوګر وکيلان وايي، له ازره والو سره مرسته شوې پنځه ميليونه افغانۍ والي نيازمحمد اميري پټې کړې خو والي وايي، چې دغه پيسې ورسره امانت پرتې دي.

کابو نهه مياشتې مخکې د يادې ولسوالۍ له بېوزلو سره د حکومت له لوري پنځه ميليونه افغانۍ او ٣٠٠ ټنه غنم مرسته وشوه.

دا مرستې له هغه وروسته وشوې، چې وسله والو د دې ولسوالۍ لارې د څو مياشتو لپاره وتړلې او له امله يې خلک له قحطۍ سره مخ شوو.

په ملي شورا کې د لوګر يو شمېر وکيلان وايي، دا مرسته د پخواني والي ارسلا جمال په وخت کې شوې، چې هغه يې غنم اړينو کورنيو ته رسولي خو نغدې پيسې يې د هغه تر وژل کېدو وروسته اوسني والي نيازمحمداميري ته پاتې دي.

د ولسي جرګې غړي حاجي محمداکبر ستانکزي پژواک ته والي اميرمحمد نيازى تورن کړى، چې پيسې يې له بانکه را ايستلې خو لا هم اړو کورنيو ته نه دې رسېدلې.

ستانکزي وويل: ((نهه مياشتې مخکې د ازرې ولسوالۍ له بېوزلو سره د ولسمشر د يو ځانګړي فرمان پر بنسټ پنځه ميليونه افغانۍ نغدي او۳۰۰ ټنه غنم مرسته وشوه. غنم د مرحوم والي ارسلا جمال له لوري ازرې اوسېدونکو ته ورسول شول خو پيسې يې په بانک کې پاتې وې.))

د ولسي جرګې دغه غړى وايي، دا پيسې چې په يوه خصوصي بانک کې پرتې وې، د لوګر د والي له لوري په اوو قسطونو کې ايستل شوې او د ده به خبره حيف ميل کړې يې دي.

نوموړي زياته کړه: ((ما هغه سند تر لاسه کړى، چې دغه٥ ميليونه افغانۍ د عبدالشکور او غلام رسول په نومونو کسانو په بانګي حساب کې جمع شوې او بيا په ۷ قسطونو کې د همدغو کسانو له خوا ايستل شوې. دا کسان د والي نږدې خلک دي.))

په مشرانو جرګه کې د لوګر استازي هدايت احمدزي پژواک ته وويل، د لوګر والي د ازرې لپاره د اعلان شوې مرستې نغدي پيسې پټې کړې دي.

ده وويل، چې دغه پنځه ميليونه افغانۍ ازره والو ته نه دې رسېدلې او د ده په وينا په خپله والي نيازمحمد اميري حيف ميل کړې دي.

احمدزي وويل: ((د ولسمشرۍ ماڼۍ له٩٢ کوډ څخه د ازرې له بېوزلو سره، چې د بېګاه او سبا څه نه لري دا مرسته شوې وه، دا پيسې سره له دې چې والي صېب ايستلې خو لا يې هم اړو کورنيو ته نه دې ورکړې.))

خو والي اميري پر ځان لګول شوى تور رد کړى، چې ګواکې دا پيسې يې حيف ميل کړې خو يادونه يې وکړه، چې پيسې يې له بانکه را ايستلې او له ده سره امانت اېښې دي.

ده ياد وکيلان تورن کړل، چې د غيرقانوني غوښتنو د نه منلو له امله يې پر وړاندې توطيې جوړوي.

والي و ويل: ((دغه پيسې پنځه ميليونه افغاني وې، له هغو ١٩ لکه د مرحوم والي صېب ارسلا جمال په وخت کې د مرسته شوو غنمو د لېږد پر کرايه لګول شوې او باقي ۳۱ لکه يې له ماسره امانت پرتې دي.))

دى وايي، د غنمو د لېږد لپاره هم پيسې ځانګړې شوې وې خو دا چې د پېچلي تدارکاتي پروسې له امله د کرايې پېسې په ډېر ځنډ سره راوتلې نو د ده په وينا والي جمال له هغو پنځو ميليونو څخه د کرايې لپاره مصرف کړي وو.

اميري وايي: ((اوس نو ۵ ميليونه افغانۍ نه، بلکې ٣١ لکه راسره دي په تمه يم، چې هغه د کرايې پيسې هم را ووځي او ټولې سره يوځاى کړم او ازره والو ته يې ولېږم.))

هغه په دې اړه څه ونه ويل، چې د کرايې پيسې په کوم ارګان کې بندې دي او کله راوځي؟

والي وايي: ((زه د چا حق نه خورم او چمتو يم، چې د يوې يوې روپۍ حسابي ورکړم.))

بلخوا د لوګر د ولايتي شورا رييس وايي، چې له والي سره د دغو پيسو ساتل د قانون خلاف کار دى.

خان صميم پژواک ته وويل: ((مرسته ولې ساتل کېږي، چې څه شته هغه خو دې و وېشي.))

دى وايي، د شورا استازو په وار وار له والي د دې غوښتنه کړې، چې د خلکو حق دې وسپاري خو والي تر اوسه دغه کار نه دى کړى.

د ولايتي شورا رييس وايي: ((فکر نه کوم د ازرې بې وزلو ته دا مرستې ورسېږي.))

د ازرې يوه اوسېدونکي حاجي ګل نبي په مرکز پل علم کې له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل، له دغو مرستو خبر و، خو دا مرستې تر اوسه نه دې ور رسېدلې.

هغه وويل: ((هلته خلک په ډېر مشکل کې دي، يوه بوجۍ اوړه په٣٥٠٠ کلدارۍ دي، له ازرې ننګرهار ته کرايه هم ډېره ده، خلک له ډېرو مالي ستونزو سره مخ دي، دا څنګه پيسې دي، چې نه را رسېږي. مرحوم والي جمال په موټر-موټر غنم را ورسول، اوسنى والي صېب يو بکس پيسې نه شي را رسولاى؟))

ده غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د خپل حق تر څنګ مرستې او خدمات وړاندې کړي.

ازره د لوګر هغه ولسوالي ده، چې اوس يې لويه لاره له مرکز سره د وسله وال له خوا تړلې ده او خلک يې د ننګرهار له ولايته تګ راتګ کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.