کلات ( پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي ، چې نن سهار د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې ځانمرګي بريد ته چمتو شوى موټر له منځه وړل شوى.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د غويي په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کار نن سهار ۴ بجې د شهرصفا ولسوالۍ د ولي خېلو په سيمه کې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې له څو ورځو راهيسې دوى استخباراتي معلومات درلودل ، چې وسله وال مخالفين غواړي له چاودېدونکو توکو ډک موټر کلات ښار ته داخل کړي او ځانمرګی بريد ترسره کړي .
فراهي وايي، چې نن سهار ګډو قواوو په عملياتو کې دغه کرولا موټر په ياده سيمه کې کشف او له منځه يوړ او په دې تړاو دوه شکمن کسان نيول شوي دي.
د امنيت امر زياتوي ، چې اوس هم د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د زابل په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن