ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف : مخکښ کانديدان دې د هېواد سلامتي او د قومونو ترمنځ يوالى په پام کې وساتي

سياف : مخکښ کانديدان دې د هېواد سلامتي او د قومونو ترمنځ يوالى په پام کې وساتي

author avatar
23 May 2014 - 17:18
سياف : مخکښ کانديدان دې د هېواد سلامتي او د قومونو ترمنځ يوالى په پام کې وساتي
author avatar
23 May 2014 - 17:18

کابل (پژواک ٢غبرګولى ٩٣) : د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو کانديد او جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سياف د ولسمشرۍ د دويم پړاو له کانديدانو او د هغوى له پلويانو وغوښتل ، چې د څرګندونو پرمهال د افغانستان د قومونو او مليتونو ترمنځ  يوالى په پام کې ونيسي .

په هغه خبرپاڼه کې، چې د استاد سياف له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رسېدلې ده راغلي : ((  زه ( (سياف) په دې باور يم ، چې تاسو (دوه مخکښ کانديدان )د نورو په څېر پر وطن زړه مين، د سولې ، ثبات او ملي وحدت مينه وال ياست. ))

ده وويل ، چې په دې وروستيو کې د دواړو مخکښو کانديدانو د پلويانو ترمنځ تخريش کوونکي الفاظ کارول کيږي ، چې دغه ډول الفاظ نه يواځې د کانديدانو شان، بلکې د ملي وحدت د مينه والو عواطف او احساساتو ته هم زيان رسوي . 

 نوموړى په دې باور دى ، چې قومي ، سمتي او ژبني مسايلو ته لمن وهل د هېواد په دې حساس پړاو کې به بدعواقيب ولري .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.