کابل (پژواک ٢غبرګولى ٩٣) : د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو کانديد او جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سياف د ولسمشرۍ د دويم پړاو له کانديدانو او د هغوى له پلويانو وغوښتل ، چې د څرګندونو پرمهال د افغانستان د قومونو او مليتونو ترمنځ يوالى په پام کې ونيسي .
په هغه خبرپاڼه کې، چې د استاد سياف له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رسېدلې ده راغلي : (( زه ( (سياف) په دې باور يم ، چې تاسو (دوه مخکښ کانديدان )د نورو په څېر پر وطن زړه مين، د سولې ، ثبات او ملي وحدت مينه وال ياست. ))
ده وويل ، چې په دې وروستيو کې د دواړو مخکښو کانديدانو د پلويانو ترمنځ تخريش کوونکي الفاظ کارول کيږي ، چې دغه ډول الفاظ نه يواځې د کانديدانو شان، بلکې د ملي وحدت د مينه والو عواطف او احساساتو ته هم زيان رسوي .
نوموړى په دې باور دى ، چې قومي ، سمتي او ژبني مسايلو ته لمن وهل د هېواد په دې حساس پړاو کې به بدعواقيب ولري .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن