محمودراقي (پژواک ٣ غويى ٩٣): د کاپيسا د ناامنو سيمو ځينې اوسېدونکي وايي ، چې د دولت وسله وال مخالفين په اله سای ولسوالۍ د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړې، خو په تګاب کې يې نه ورکوي.
د دغه ولايت د ناامنو ولسواليو (تګاب او اله سای) خلک وايي، چې د دولت وسله والو مخالفينو د اله سای په نا امنه ولسوالۍ کې، چې ډېره برخه يې په واک کې ده، د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړې ده.
خو د دوى په وينا، په تګاب ولسوالۍ کې چې ځينې سيمې د دولت تر کنټرول لاندې هم دي، وسله وال اجازه نه ورکوي د نجونو ښوونځي په کې پرانيستل شي.
د فرزاد په نوم د تګاب د شکوټ سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل ، اله سای چې د وسله والو مخالفينو مرکز دی او ډېرى بهرني وسله وال هم په کې فعاليت لري، د نجونو لومړني او منځني ښوونځي شته په کې.
هغه زياته کړه، چې د اله سای د اشپې او اسکين په سيمو کې هم ښوونځي جوړ شوي، خو وسله وال مخالفين يې مخه نه نيسي.
د فرزاد په وينا، په تګاب ولسوالۍ کې د دغه حکومت د دوولسو کلونو په موده کې يو ښوونځى هم جوړ نه شو.
د اله ساى ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکى خطاب بيا وايي، چې د اله سای وسله والو د سيمې له خلکو سره ژمنه کړې، چې بهرنيو وسله والو ته به اجازه ورنه کړي ، چې د اله سای د خلکو په ځينو کارونو کې لاسوهنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((د اله ساى طالبان بهرني وسله وال په خپلو سيمو کې نه پرېږدي او نه هم د ښوونځيو مخالفت کوي.))
د تګاب ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي بيا وايي ، چې د نوي حکومت په لومړيو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځيو لپاره دوه ودانۍ جوړې شوې، خو د ناامنيو او د وسله والو مخالفينو د ممانعت له امله تر اوسه ښوونځي نه دي فعال شوي.
د تګاب يوه اوسېدونکي شاهين پژواک اژانس ته وويل، چې اوسمهال د تګاب ډېرى خلک غواړي اولادونه يې زده کړې وکړي، پر همدې اساس ځينې خلک پر خپلو لوڼو د زده کړې لپاره کابل يا د کاپيسا امنو ولسواليو ته کوچېدلي دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالرسول خان ساپى هم تاييدوي ، چې په اله سای کې د نجونو لپاره ښوونځي او د دوی فعاليتونه پيل کړي او ښه پرمخ روان دي.
د هغه په وينا، دا د اله سای د خلکو خپله غوښتنه ده، چې د خپلو اولادونو د زده کړې لپاره د پوهنې ملاتړ کوي.
همدا ډول د کاپيسا د پوهنې رياست چارواکي وايي، دوی به کوښښ وکړي چې په تګاب کې هم د نجونو لپاره ښوونځي جوړ شي، خو ناامنيو ته په کتو بايد د سيمې خلک په دې برخه کې کوښښ وکړي، تر څو زمينه برابره کړي، چې د دوی لوڼې هم درس ووايي.
بلخوا د تګاب ځينې اوسېدونکي وايي، چې د تګاب د امنو سيمو خلکو اوس ژمنه کړې ، چې په خپلو سيمو کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي او دوی يې په خپله ملاتړ وکړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په تګاب او الاسای ولسواليو کې په داسې ښونځيو کار نه لري چې هلته نجونې دشريعت له شراېطو سره برابر ښونځيوته ځي.
د هغه په وينا، که چېرې په کومه سيمه کې د لويو نجونو او هلکانو ښونځي سره ګډ وي او يا دغه راز نجونې حجاب مراعات نه کړی ، هلته بيا خلک دې ته نه دي تيار چې خپل اولادونه ښونځيوته واستوي .
ده زياته کړه : (( طالبان د هر ولايت لپاره د ښوونې او روزنې مسئولين لري، ځانګړی لائحه لري چې ټوله د شريعت په رڼاکې ترتيب شوې ده.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن