اسعداباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣): په کونړ ولايت کې نهه وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د ٢٠١ قول اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن هارون يوسفي د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه ١١ بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د دانګام ولسوالۍ د درګو په سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې پرې چاودېدلى دى.
د يوسفي په وينا، په دې چاودنه کې ٩ وسله وال وژل شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې چاودنه کې يواځې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ژوبل دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن