ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د زلمي رسول د انتخاباتي دفتر مشر له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

author avatar
25 May 2014 - 18:39
author avatar
25 May 2014 - 18:39

جلال اباد(پژواک،٤غبرګولى٩٣):په ننګرهار کې د زلمي رسول د انتخاباتي دفتر  مشر او ځينو غړو يې په دويم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه په دې اړه په ياد ولايت کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې يو شمېر ديني علماوو او مېشتو اهل هنودو هم  له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ او هغه يې وړ کانديد وباله.

د ولسمشريزو ټاکنو د ياد کانديد پلويانو په دې غونډه کې وويل، چې د ختيځې سيمې وګړي به په دويم پړاو ټاکنو کې په ډير شمېر ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړي او په لومړي پړاو ټاکنو کې په ننګرهار کې د زلمي رسول د ټاکنيز دفتر مسوول حاجي اميرخان يار وويل، له خپلو ملګرو سره له اشرف غني ملاتړ کوي.

يار وويل: (( له اشرف غني احمدزي څخه ځکه ملاتړ کوم ، چې هغه يو وړ کانديد دى. په ټاکنو کې هم معلومه شوه ، چې ولس اشرف غني غواړي.))

د اشرف غني احمدزي د ټاکنيز ټيم سياسي مسوول عزيز الله دين محمد د لومړي پړاو ټاکنو څخه تر يوه بريده ناخوښي وښوده او له ولسونو يې وغوښتل ، چې په دويم پړاو ټاکنو کې رايه ورکړي.

په ورته مهال په ننګرهار کې د سيکانو مشر ډاکټر اميرسنګهـ وويل،په راتلوونکو ټاکنو کې د اشرف غني ملاتړي دي.

ده وويل: (( افغانان يو او په ټاکنو کې برخه اخلو.))

په دې غونډه کې، چې سلګونه کسانو په کې برخه لرله يو شمېر ديني علماوو هم خبرې وکړې او په دويم  پړاو ټاکنو کې يې اشرف غني وړ کانديد وباله.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.