ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: “جاجو” د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

author avatar
25 May 2014 - 17:38
author avatar
25 May 2014 - 17:38

وروستى تعقيب -کندهار(پژواک،٤غبرګولى٩٣):د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې امر په يوه ځانمرګي بريد کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي پر موټر نن له درېيو بجو وروسته د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د “ډبرو پُل”په سيمه کې ځانمرګى بريد وشو.

د کندهار ولايت د امنيه  قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې امر عبدالودود سرحدي جاجو خپلو موټر کې سپور و، چې يوه پلي ځانمرګي بريد کوونکي ځان ته چاودنه ورکړه .

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې جاجو لومړى ټپي و او وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يواځې جاجو وژل شوى او نور چاته زيان نه دى اوښتى.

د پېښې يوه عيني شاهد بسم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خپل کور ته پر لاره و، چې ناڅاپه هغه ته نږدې چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، چې په چاودنه کې د اتمې امنيتي حوزې د امر موټر ويجاړ شوى او سيمه د پوليسو له خوا کلابنده شوې ده.

وسله والو طالبانو د دغه پوليس افسر د وژلو مسوليت په غاړه اخيستى.

طالب وياند قاري يوسيف احمدي وايي، جاجو يې د خيبر عملياتو په ترڅ کې د يو ځانمرګي بريد په پايله کې وواژه.

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.