اسعداباد (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو په تازه بريدونو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له نن سهار راهيسې پاکستان ٦٥ توغندي راتوغولي دي.
د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې د ياد ولايت خلکو ته د سر او مال زيانونه اوښتي دي.
سيدخېل وويل، چې دغه توغندي د ډيورنډ پولې له پورې غاړې پر شيګل او دانګام ولسواليو ويشتل شوي، چې ٤٦ يې پر دانګام او پاتې پر شيګل ولسوالۍ لګېدلي دي.
د امنيه قوماندان په وينا، په دغو بريدونو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٥ نور ژوبل شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږل شوي دي.
هغه وايي، چې په دغو بريدونو کې د خلکو کورونه هم زيانمن شوي او يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
امنيه قوماندان زياتوي، چې د بريدونو په اړه يې په تورخم کې د پاکستان، افغانستان او ناټو له درې اړخيز نظامي کمېسيون سره څو څو ځلې خبرې کړي، خو تر اوسه يې هېڅ نتيجه نه ده ورکړې.
دى وايي چې له کورنيو چارو وزارت سره يې هم په دې اړه خبره شريکه کړې ده.
د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل ، چې له يادو ولسواليو ورته ٦ ټپيان ور وړل شوي ، چې څلور يې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم پر يادو ولسواليو د پاکستاني پوځيانو له خوا ٢٢٨ توغندي توغول شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن