قلعه نو( پژواک ٥غبرګولى ٩٣): په بادغېس کې د ماين چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله او په سمنګانو کې پنځو وسله والو له دولت سره له مخالفت څخه لاس واخيست.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدقيوم انګار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د دې ولايت د مقر ولسوالۍ په بوم دره کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې دوه پوليس ووژل او درې نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، ياد شوي پوليس په سيمه کې د امنيتي پوستو د اکمال په موخه په رينجر موټر کې روان وو ، چې چاودنه پرې وشوه .
د يو بل خبر له مخې، په سمنګانو ولايت کې د دولت پنځه وسله وال مخالفين له دولت سره ملګري او له مخالفت څخه يې لاس واخيست .
د سمنګانو والي خيرالله انوش ، نن په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې وويل، چې دغو پنځو تنو له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د سمنګانو د مرکز اړوند په “شېر پيير” سيمه کې د منان په نوم د وسله والو طالبانو د يو قوماندان تر مشرۍ لاندې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.
هغه وويل، چې يادو پنځو تنو درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل ١١ ډزى ټوپک او يوه تومانچه دولت ته سپارلي دي.
د ده په وينا، منان له خپلو دوو نورو ملګرو سره له سيمې تښتېدلى ، خو هڅې روانې دي چې هغه هم د سولې له پروسې سره ملګرى شي.
له يادو پنځو کسانو څخه د عبدالسلام په نوم يو تن وويل،له دې امله له دولت سره ملګري شوي، چې د منان کړنې ورته د منلو نه وې .
د ده په وينا، منان له خلکو سره ظلم کاوه ، په زور يې څاروي ترې اخيستل او جريمه کول به يې.
د سمنګانو د سولې شورا مشر مولوي خيرمحمد سلطاني، وايي چې د دې شورا له جوړېدو راهيسې ٦٣ وسله وال مخالفين له ٧٢ ډول ، ډول وسلو سره له دولت سره ملګري شوي او له مخالفت څخه يې لاس اخيستى دى.
وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن