ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې يو هلک او نجلۍ ووژل شول

په بغلان کې يو هلک او نجلۍ ووژل شول

author avatar
26 May 2014 - 12:06
په بغلان کې يو هلک او نجلۍ ووژل شول
author avatar
26 May 2014 - 12:06

پلخمري(پژواک،٥ غبرګولى ٩٣):په بغلان ولايت کې يوه نجلۍ او يو هلک د وسله والو کسانو له خوا پر  ډزو ووژل شول او يوې ښځې خپل خاوند سوځولى دى.

پوليس وايي، چې دا ٢٤ کلن هلک او ٢٠ کلنه نجلۍ تېره ورځ خنجان ولسوالۍ کې له کوره تښتېدلي وو او بنو ولسوالۍ ته تلل، چې په لاره کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شول.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې پېښې عاملان پېژندل شوي او د نيولو هڅې يې روانې دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو د هلک او نجلۍ مړي د بنو ولسوالۍ مرکز ته لېږدولي او کورنيو ته يې سپارلي دي.

د بنو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي نظرګل وويل، زيات احتمال لري، چې هلک او نجلۍ به د نجلۍ د خپلوانو له خوا وژل شوي وي.

هغه زياته کړه:(( موږ څو وسله وال کسان وليدل،چې د درې پر لور روان وو، وروسته مې د ډزو  غږونه واورېدل، کله چې ورغلم ومې ليدل، چې د نجلۍ او هلک مړي پراته دي او څوک ورسره نه شته.))

نظرګل زياته کړه، چې دا دواړه ځوانان نالوستي وو او هلک غوښتل، چې نجلۍ د خپلو خپلوانو کور ته راولي او  ورسره واده وکړي.

 

په يوه بله پېښه کې يوې ٤٥ کلنې مېرمنې خپل ٧٥ کلن خاوند د بغلان  د مرکز پلخمري په قول اهندره سيمه کې د تېلو په پاشلو وژلى دى.

د مستورې په نامه دغې مېرمنې، چې خپل خاوند نجيم الله يې سوځولى ، پژواک ته وويل:(( مور مې د ولور اخيستلو په موخه  داسې سړي ته  په نکاح ور کړم، چې عمر يې ډېر اوچت و، شل کاله مې په ستونزو کې ورسره تېر کړل.))

هغې  زياته کړه، چې خاوند يې فلج و، يو لس کلن زوى او کوچنۍ لور لري،  د ډوډۍ موندلو څوک نه لري، د خاوند کورنۍ او خپلوانو ورسره مرسته نه کوله او د خاوند پالنه يې هم چا پر غاړه نه اخيسته.

مستورې زياته کړه:(( بالاخره له ژونده تنګه شوم، غوښتل مې ځان او اولادونه مې هم وسوځوم، خو ګاوڼديان راغلل او مخنيوى يې وکړ.))

پوليسو وويل، د ښځې خاوند د ګاونډيانو په مرسته روغتون ته لېږدول شوى او مېرمن نيول شوې ده.

د بغلان ولايتي روغتون يوه ډاکټرنصيراحمد وويل، چې دغه کس د سر او لاسونو په برخه کې ٢٥ سلنه سوځېدلى او تر درملنه لاندې دى.

د بشري حقونو ساحوي کمېسيون دواړه پېښې ټکان ورکوونکې بللي، خو وايي هېڅوک حق نه لري، چې له بل چا د ژوند حق واخلي.

د شمال ختيځ زون د بشري حقونو کمېسيون رييس حيات الله اميري وويل، چې دا ډول کړنې د بشري حقونو پر وړاندې جرم ګڼل کېږي او له عاملينو سره دې قانوني چلند وشي.

د يادونې ده، چې تېر کال په ليندۍ مياشت کې هم د مرکزي بغلان په ډنډ غوري سيمه کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له ٢٢ کلن هلک سره  له کوره تښتېدلې وه، چې د ځايي خلکو له خوا ووژل شول او يادې پېښې هم د بشري حقونو او مدني بنسټونو غبرګونونه له ځان سره در لودل.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.