ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان خلک تر ټاکنو مخکې د امنيت غوښتنه کوي

د نورستان خلک تر ټاکنو مخکې د امنيت غوښتنه کوي

author avatar
27 May 2014 - 13:42
د نورستان خلک تر ټاکنو مخکې د امنيت غوښتنه کوي
author avatar
27 May 2014 - 13:42

جلال اباد(پژواک٦غبرګولى٩٣): د نورستان ولايت اوسېدونکي د دويم پړاو له ټاکنو مخکې د امنيت غوښتنه کوي او وايي ، چې که  امنيت ټينګ شي، نو دوى به په پراخه کچه په ټاکنو کې  ونډه واخلي.

دوى پر امنيتي ادارو غږ کوي ، چې د دغه ولايت امنيت دې خوندي کړي ، تر څو دوى په دويم پړاو ټاکنو کې راتلونکى ولسمشر په خپله رايه وټاکي.

ددې ولايت د مرکز  پارون ښار اوسېدونکي حاجي ميرزاعلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ټاکنو کې يواځې د ولايت مقام شاوخوا سيمو کې امنيت خوندي و او په پاتې نورو سيمو کې ولسونو په ډيرې وېرې سره رايه واچوله .

هغه وايي، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره بايد امنيتي ادارې د نورستان په مرکز او ولسواليو کې امنيت ټينګ کړي، تر څو ولسونه په خلاص مټ رايه اچونه ترسره کړي.

ده زياته کړه : ((کامدېش،برګمټال او يو شمېر نورو سيمو کې تش په نوم ټاکنې شوي، ځکه خلک وېريدل او نه يې شواى کولى، چې رايه ورکړي.))

د ده په وينا، چې يواځې د نورستان په مرکز پارون کې رايه اچول شوې او په لرې پرتو ولسواليوکې  رايه اچونه په نوم وه .

د نورستان يوه بل اوسېدونکي سلطان مير پژواک اژانس ته وويل ، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هم يو شمېر وسله والو ځينې کسان وګواښل،که امنيت ټينګ  نه شي نو دوى به په ډېرې سختۍ سره په ټاکنو کې ونډه واخلي.

دى وايي: (( خلک ويريږي، که رايه اچوي ګوته يې پرې کيږي، نو اړينه ده چې لومړى يې امنيت خوندي شي.))

د هغه په وينا، د نورستان په منډول ولسوالۍ کې تېر ځل هم ټاکنې نه دي ترسره شوي او داسې ويل کيږي ، چې د يادې ولسوالۍ صندوقونه په بلې ولسوالۍ کې ډک شوي دي.

د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي اغا ګل پژواک اژانس ته وويل ، چې د وسله والو له وېرې د دوى په ولسوالۍ کې ټاکنې نه دي شوي.

دده په خبره ، که څه هم دولت ډېره هڅه وکړه ، چې په ياده ولسوالۍ کې ټاکنيز محلونه فعال  کړي ، خو د وسله والو ډېرښت دولت دې ته پرېنښود، چې په ياده ولسوالۍ کې ټاکنې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه: (( رايه ورکول خو د هر افغان حق دى، خو دا چې امنيت نشته دا خو زموږ کار نه دى، بايد حکومت امنيت راولي.))

دى وايي ، چې که امنيتي ادارې د دوى ستونزې هوارې کړي او د ټاکنو مرکزونه بېرته فعاله شي، نو دوى به په ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

د نورستان د ولايتي شورا يوې وکيلې، چې د نوم له اخيستلو يې  ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په نورستان کې د ټاکنو په لومړي دور کې د ګوتو په شمېر ښځو ونډه اخيستې وه.

هغې زياته کړه ، چې اکثره ښځو د ناامنۍ له امله په ټاکنو کې ونډه وانه خيسته، ځکه يو شمېر وسله والو له مخکې ګواښ کړى و، چې په ټاکنو کې ونډه مه اخلئ.

هغه  وايي: (( خو بيا هم يو شمېر خلکو فدا کاري وکړه او په ټاکنو کې يې ونډه واخيسته.))

د نورستان د ولايتي شورا پخواني غړي امان الله عنايت الرحمن هم ناامني د دويم پړاو د ټاکنو پر وړاندې يوه جدي ستونزه وګڼله او زياته يې کړه، چې که  د نورستان په مرکز او ولسواليو کې امنيت ټينګ شي، نو د نورستان  ګڼ شمېر اوسېدونکي به  په ټاکنو کې ونډه واخلي.

دى وايي: (( تېر ته که وګورو تقلب هم د ناامنۍ له امله شوى ، په هغو سيمو کې چې امن و، هلته تقلب نه دى شوى.))

ده پژواک ته وويل ، چې ولايتي اداره دې د هغو محلونو امنيت  ټينګ کړي ؛کوم چې د رايې ورکولو لپاره فعال ښودل شوي دي.

عنايت الرحمن زياته کړه ، چې که څه هم په لومړي دور ټاکنو کې د نورستان اوسېدونکو له ګواښونو سره سره رايه ورکړه ، خو په دويم پړاو کې غواړي، چې د امن په فضاء کې ټاکنې ترسره کړي.

د نورستان د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله حليم پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت په ګڼ شمېر ولسواليو کې امنيتي ستونزې موجودې دي.

نوموړى وايي، نورستان يو غرنى ولايت دى ، چې امنيتي ستونزې له بل هر ولايت څخه په کې  ډېرې دي .

ده زياته کړه: (( موږ رښتيا هم ګڼې امنيتي ستونزې لرو، خو پکار ده ، چې د حل لپاره يې جدي اقدامات وشي.))

دى وايي، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې په يو شمېر سيمو کې ټاکنې ترسره نه شوې او له  ټاکل شويو ٣٤ محلونو څخه يې څلور  تړلي پاتې شول.

حليم وويل ، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د نورستان منډول ولسوالۍ د امنيتي ستونزو له امله له ټاکنو څخه بې برخې پاتې شوه، خو دا ځل دوى هيله من  دي ، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ټاکنو برخمن شي.

نوموړي پر امنيتي ادارو او مرکزي ادارې غږ وکړ چې په نورستان کې د ښو ټاکنو د ترسره کولو په موخه امنيت ته اړتيا ده اوپکار ده چې په دغه ولايت کې امن قايم شي.

د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې د دويم پړاو ټاکنو لپاره پوره  چمتووالى نيولى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د نورستان والي ټولو امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې، تر څو د راتلونکو دويم دور ټاکنو لپاره امنيت  ټينګ کړي.

د هغه په وينا، په لومړي دور ټاکنو کې هم نورستان د تېرو ټاکنو په پرتله ښه و او په راتلونکي دويم پړاو کې به هم  دوى هڅه وکړي ، چې د امنيت په فضا کې ټاکنې تر سره کړي .

بهاند زياته کړه: (( موږ په بار بار غونډې کړي او امنيتي ادارو هم ژمنه کړې، چې د ټولو ټاکنيزو سايټونو امنيت به له پخوا څخه ډېر ښه وي.))

د نورستان د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال شېرزاد د خلکو اندېښنې بې ځايه بولي او زياتوي، چې امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت او د ټاکنو کمېسيون په ګډه په دې ولايت کې د رايو ٣٤ مرکزونه فعال کړي  او دوى به يې امنيت ټينګوي.

د نوموړي په وينا، د مرکز او شپږو ولسواليو امنيت ټينګ دى او خلک کولى شي په ډاډه زړه د رايو مرکزونو ته  لاړ شي.

ياده دې وي، چې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره شوې، د ولسمشرۍ په ټولو کانديدانو کې يو هم ونه توانيد، چې پنځوس جمع يو پوره کړي، چې له مخې يې ډاکتر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله به په دويم پړاو ټاکنو کې سره سيالي کوي .

ټاکل شوې ده، چې ددويم پړاو ولسمشرۍ ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه، ترسره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.