ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو د نوو کارکوونکو د ګومارنې بهير پيل شو

د ټاکنو د نوو کارکوونکو د ګومارنې بهير پيل شو

author avatar
28 May 2014 - 17:32
د ټاکنو د نوو کارکوونکو د ګومارنې بهير پيل شو
author avatar
28 May 2014 - 17:32

 کابل(پژواک، ٧ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې خپل له ٥٣٠٠ زيات کارکوونکي يې، چې په تقلب او سرغړونو تورن وو، تور لېست ته شامل کړي او د نوو کسانو د استخدام لړۍ يې پيل کړې ده.

 د ټاکنوخپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې په ټوله کې د کمېسيون ٥٣٨٨ کارکوونکي نه دي توانېدلي، چې خپل ماموريت په هېواد کې د رايې ورکولو په مرکزونو او محلونو کې د قانون په رڼا کې ترسره کړي؛ نو له دې امله د کمېسيون په تور لېست کې شامل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې کمېسيون د تورنو کارکوونکو پر ځاى نوي کسان استخداموي او دا پروسه يې اوس پيل کړې ده.

 نور وايي، چې د غه کمېسيون د ټاکنو دويم پړاو تر سره کېدو لپاره پوره چمتو والى لري، د کمېسيون فعاليتونه د پلان مطابق وړاندې ځي او تر اوسه  هېڅ ډول کومه جدي ستونزه نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند زياته کړه، چې د ټاکنو د لومړي پړاو( د وري ١٦مه ) ستونزې او نيمګړتياوې په دويم پړاو ټاکنو کې تکرار نه شي.

 نوموړي وويل، چې له امنيتي بنسټونو سره په اړيکه کې دى او هغه اقدامات چې يادو بنسټونو پلان کړي، بايد داسې تنظيم شي، چې په ټول هېواد کې د رايو مرکزونه او محلونه خوندي وي.

نور څرګنده کړه، چې د حساسو توکو لېږد هم د پلان له مخې وړاندې ځي او تر اوسه دا توکي ٣٤ ولايتونو ته لېږدول شوي او ولسواليو ته يې هم د لېږد بهير پيل شوى دى.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.