غزني (پژواک ٨ غبرګولى٩٣): د غزني د کرنې رييس وايي، چې سږ کال به په دغه ولايت کې پر نږدې٣٠ جريبه ځمکه زعفران وکرل شي.
سلطان حسين عباسيار له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د تېر کال په پرتله د زعفرانو کرلو ته د برګزو لېوالتيا ځکه ډېره شوې؛ چې ښه حاصل يې درولود.
عباسيار وايي، تېر کال په غزني کې په ازمايښتي ډول پر ١١جريبه ځمکه زعفران کرل شوي وو.
د کرنې رييس زياته کړه، په پام کې ده د دغه ولايت برګزو ته د زعفرانو فصل د ساتنې ورکشاپونه هم جوړ کړي.
د عباسيار په خبره: ((هر ورځ ډېر شمېر برګر د کرنې رياست ته راځي او د زعفرانو تخم د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
زموږ د معلوماتو له مخې سږ کال به د غزنې په بېلابېلو ولسواليو کې پر نږدې ٣٠ جريبه ځمکه زعفران وکرل شي.))
په غزني کې به پوره دوه مياشتې وروسته د زعفرانو د کرلو موسم راوسېږي، چې د چارواکو په وينا له ناور ولسوالۍ پرته، چې هوا يې سړه ده، په نورو ولسواليو کې کرل کېداى شي.
د خواجه عمري ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شفيع الله پژواک ته وويل، چې تېر کال يې پر نيم جريب ځمکه زعفران کرلي وو، چې ښه حاصل يې درلود.
هغه وايي: ((پنځه جريبه ځمکه لرم، سږ کال يې په دوه جريبه زعفران کرم، د زعفرانو هر کيلو تر پنځه زره ډالرو قيمت لري؛ نو تر نورو فصلونو ډېره کټه کوي.))
د ده يک ولسوالۍ د “تونپير” سيمې يوه بزګر محمدابراهيم، چې د زعفرانو تخم د ترلاسه کولو لپاره د کرنې رياست ته راغلى و، پژواک ته وويل، سږ کال د زغفرانو د کرلو پلان لري.
ده وويل: ((تېر کال مې زړه نا زړه پر نيم جريب ځمکه زعفران وکرل، ډېر کټه يې راته وکړه، سږ کال يې بيا کرم.))
نوموړي د کرنې له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د زعفرانو فصل د ساتنې په موخه ورته ورکشاپونه جوړ کړي، څو سمه ساتنه يې وکړاى شي.
په دې وروستيو کې پر غزني سربېره په يو شمېر ولايتونو کې د زغفرانو کرلو ته پاملرنه زياته شوې، چې د چارواکو په وينا له امله يې د کوکنار د کرلو کچه کمه شوې ده.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن