ښرنه-غزني (پژواک ٨ غبرګولى٩٣): په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژل شوي او يو پاکستانى طالب نيول شوى دى.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې د ده يک ولسوالۍ د “ذاکر” په سيمه کې تېره شپه د ملي اردو د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
سلطاني وايي، د “فېروز” په نوم په يادو عملياتو کې د دې ولسوالۍ د “سليمانزو” په سيمه کې يو پاکستانى وسله وال هم نيول شوى دى.
وسله وال طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ادعا يې کړې، چې بهرنيو پوځيانو تېره ورځ د ګيلان ولسوالۍ د “پردل” په سيمه ٦ ملکي وکړي نيولي خو چارواکي دا ادعا ردوي.
بلخوا د پکتيکا امنيه قوماندان وايي، چې په دغه ولايت کې يې د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال وژلي او شل بوشکې ماينونه کشف کړي دي.
پاسوال نبي ملاخېل پژواک ته وويل، چې دا وسله وال يې نن ١١ بجې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې وژلي دي.
ملاخېل زياته کړه، په دغه ولايت کې يې له تېرې ورځې راهيسې چانيز عمليات پيل کړي، چې اوس هم روان دي.
امنيه قوماندان وويل، تر اوسه په عملياتو کې٢٠ بوشکې ماينونه، چې د وسله والو طالبانو له لوري په لارو کې ځاى پرځاى شوى وو، کشف شوي او د نورو په لټه يې عمليات روان دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن