ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: که ټاکنې وګټم امنيتي تړون ژر لاسليک کوم

اشرف غني: که ټاکنې وګټم امنيتي تړون ژر لاسليک کوم

author avatar
31 May 2014 - 14:26
اشرف غني: که ټاکنې وګټم امنيتي تړون ژر لاسليک کوم
author avatar
31 May 2014 - 14:26

واشنګټن (پژواک، ١٠غبرګولى٩٣): د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، چې که ټاکنې وګټي ، نو د خپل حکومت په لومړۍ اونۍ کې به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

اشرف غني وايي، چې دا تړون د افغانستان ملي ګټي تامينوي او د سيمې او نړۍ د سولې لپاره مهمه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د اتلانتيک شورا په نوم يوه وتلي فکري مرکز ته، چې په امريکا کې موقعيت لري، د سکايپ له لارې وکړې.

اشرف غني وويل، چې اوس افغانستان له حساس پړاو څخه تېرېږي، افغانان نور تاوتريخوالى نه غواړي او دده په وينا، ولسواکۍ ته يې خپله غېږه خلاصه کړې ده.

هغه زياتوي ، چې ددې هېواد ډېره برخه ځوانان جوړوي ، خو ددې پرځاى چې د ‘عرب پسرلي’ په څېر د نظام د بدلولو لپاره لارو کوڅو ته راووځي، له سوله ييزو او سياسي لارو غواړي ځان دې هدف ته ورسوي.

اشرف غني وايي، باوري دى چې د غبرګولي د ٢٤ مې ټاکنې ګټي.

هغه وويل ،چې تر برياليتوب وروسته د رسمي دندې له پيل سره سم د لومړۍ اونۍ په اوږدو کې به امنيتي تړون لاسليک کړي.

اشرف غني په خپلو خبرو کې همداراز د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د وروستۍ پرېکړې هرکلى وکړ ، چې له مخې يې تر ٢٠١٤ کال وروسته د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري ساتي.

اشرف غني چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون پر سر په خبرو کې د افغان لوري کليدي مذاکره کوونکى هم و ، وايي چې افغانستان د نړيوالۍ ټولنې دوامداره ژمنو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل ، چې تر دې وړاندې د امريکا ژمنه دا وه ، چې د امنيتي تړون له مخې به تر ٢٠١٤ کال وروسته د لسو نورو کلونو لپاره خپل سرتېري په افغانستان کې ساتي، خو د ولسمشر اوباما وروستي اعلان پوځي حضور دوو کلونو ته راټيټ کړ.

اشرف غني زياتوي، په دې سره د جګړې لپاره د وسله والو مخالفينو ټولې پلمې له منځه لاړې،  چې ګواکې امريکا د وتلو نيت نه لري.

نوموړي وويل :”اوس نو پکار ده  چې موږ د خپلو پوځيانو د روزنې او تجهيز پروګرام ګړندى کړو.”

اشرف غني يادونه وکړه، چې له مخالفينو سره د سولې خبرې په راتلونکو دوو کلونو کې دده له کاري لومړيتوبونو وي. او ددې ترڅنګ يې په افغانستان کې د سولې لپاره د سيمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار هم وکړ.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه ترسره شي.

په دغو ټاکنو کې اشرف غني له خپل پياوړي سيال ډاکټر عبدالله عبدالله سره سيالي کوي، چې په لومړي پړاو کې د ټولو رايو ٤٥ سلنه يې خپله کړې وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.