ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
31 May 2014 - 14:11
بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
31 May 2014 - 14:11

کندوز، زرنج ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د کندوز او نيمروز ولايتونو مسوولين وايي، چې  په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې په درېيو بېلابېلو عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي  او پنځه يې ټپيان شوي  دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې د قاري امير چې په خنجر مشهور و، هم شامل دى  او اوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

دى وايي ، چې په دې نښتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

په دې ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل، چې تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په حاجي نعيم سيمه کې عمليات ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي  او ملي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دى وايي ، چې په دې سيمه کې د څو ورځنيو عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ژوبل دي.

د يوه بل خبر له مخې، په نيمروز ولايت کې هم ديوې نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د نيمروز د والي وياند احمد عرب پژواک ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه په دلارام ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې درې وسله وال وژل شوي او له هغوى څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د دلارام ولسوال نجيب الله د عملياتو دتاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې په دې عملياتو کې عامو وګړيو ته مرګ ژوبله نه د اوښتې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پرون مازيګر د کندوز ددشت ارچي ولسوالۍ په حسن هوتک سيمه کې جګړه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.