کابل (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٣): د کابل له ارغندې سيمې څخه چمتلې ته د ٢٢٠ کيلو ولټه لېږدېدونکي لين په غځولو سره به د دې ښار لسګونو زرو کورنيو ته برېښنا ورسېږي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غبرګولي په ١٠مه، د برېښنا شرکت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږدول شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د دې لين د غځولو چارې نن د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.
په خبرپاڼه کې د برېښنا شرکت د مشر عبدالرازق صمدي له قوله راغلي، چې دغه پروژه به د KEC کمپنۍ له خوا په ١٨ مياشتو کې بشپړه شي او د کابل ښار د دشت برچي او ارغندې سيمو اتيازره کورنۍ به د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي.
ده ويلي، د دغې پروژې لګښت ۱۹.۶ ميليونه امريکايي ډالر کېږي، چې د اسيا پراختيايي بانک د بلاعوضه مرستو له لوري ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، له چمتلې څخه تر ارغندې پورې د ۳۰ کيلومتره په واټن سره د ۲۲۰ کيلو ولټه مزي غځول د هغه نښلوونکي حلقوي سيستم د مزي له جملې څخه دى، چې د ارغندې سب سټېشن له چمتلې او د چمتلې سب سټېشن د ارغندې له سب سټېشن سره نښلوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن