ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان  د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هڅې پيل کړې دي“

“پاکستان د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هڅې پيل کړې دي“

author avatar
31 May 2014 - 16:51
“پاکستان  د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هڅې پيل کړې دي“
author avatar
31 May 2014 - 16:51

کابل (پژواک١٠غبرګولى٩٣): د ملي دفاع وزير وايي، چې پاکستان  د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هڅې پيل کړې دي، خو افغان ځواکونو د ټاکنو د امنيت لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي،د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال سترپاسوال محمدايوب سالنګي او د ملي امنيت د لوى رياست مرستيال حسام الدين مرزي ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته غوښتي وو، تر څو دټاکنو د امنيت په اړه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي په دې ناسته کې وويل،چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د نا امنيو کچه لوړه شوې  او وسله وال مخالفين هڅې کوي، چې  د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي .

هغه له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د تېرځل په څېر په  دې پړاو ټاکنو کې  هم کلک امنيتي تدابير ونيسي .

د ولسمشرۍ او ولايتي شوارګانو تېرې ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره شوې او ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي.

محمدي وويل،چې په تېرو ټاکنو کې وسله وال مخالفين خپلو  موخو ته ونه رسېدل، نو ځکه يې اوس  په  هېواد کې د نا امنيو لپاره  جدي هڅې پيل کړي او تر شايې  د پاکستان د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى ) لاس دى.

خو محمدي وايي، چې افغان ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي، ترڅو هېوادوال  د تېرځل په څېر  د امن په فضا کې خپله رايه وکاروي .

هغه زياته کړه : ((دښمن که هر څومره هڅې وکړي ، ټاکنې به انشاالله د امن په فضا کې ترسره کيږي .))

محمدي داهم وويل، چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په پروسه کې هيڅ ډول همکارۍ ته چمتوالى نه لري.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمدايوب سالنګي وويل ، چې کورني او بهرني وسله وال مخالفين د ټاکنو د ګډوډولو هڅې کوي.

دى وايي، چې کورنيو چارو وزارت  د امنيه  له ټولو  قوماندانو سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې کړي او هغوى هم  د ټاکنو د امنيت د  ټينګښت لپاره بشپړ چمتوالى لري .

 هغه زياته کړه ، چې د ټاکنو امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ارګانونو ګډ کمېسيون ولايتونو ته سفرونه کوي او د ټاکنو د امنيت د ټينګښت وروستى پلان به له ولسي جرګې سره هم شريک کړي.

په ياده غونډه کې د ملي امنيت مرستيال حسام الدين مرزي وويل، چې په  ټوليز ډول د تېرکال په پرتله سږ کال په هېواد کې امنيتي حالات د ډاډ وړ دي .

هغه وايي، چې په لومړي دور ټاکنو کې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ونه شو کړاى، چې ټاکنې ګډوډې کړي او اوس يې خپل ټول امکانات په کار اچولي، ترڅو دغه ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي .

هغه زياته کړه : ((موږ خپلو اداري کارکونکو ته هم ويلي، چې خپل اداري کارونه پرېږدي او  د دښمن د پلانونو پر شنډولو کار وکړي، ترڅو ټاکنې په خير سره تېرې شي .))

هغه وايي، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښټ لپاره به کلک امنيتي تدابير ونيول شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.