ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد سياف د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي

استاد سياف د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي

کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): پخواني جهادي مشر استاد سياف د ولسمشرۍ رياست له دوو مخکښو کانديدانو سره تر خبرو وروسته تصميم نيولى، چې د ولسمشرۍ رياست په دويم پړاو ټاکنو کې له هېڅ  کانديد څخه ملاتړ ونه کړي.

د استاد سياف مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو پلويانو غوښتنه کړې، چې د يوه موټي افغانستان د يووالي، د ټولو خوندي کوونکو ارزښتونو په نظر کې نيولو سره د غبرګولي مياشتې د ٢٤مې نېټې په ټاکنو کې رايه ورکړي.

د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا له استاد سياف سره د بېلابېلو ناستو اعلاميې خپرې شوې، خو ليدل کېږي چې له دغو دواړو کانديدانو يو هم نه دى توانېدلى، چې په ښکاره ډول د سياف ملاتړ ترلاسه کړي.

په اعلاميه کې د استاد سياف له قوله راغلي دي: “په عمومي ډول مې هېوادوالو ته مشوره دا ده، چې د ملي يووالي او د يوه واحد او يو موټي افغانستان د تضمين د ټولو اصولو په رعايتولو سره خپلو ټاکنيزو مبارزو ته دوام ورکړي او له خپلې رايې څخه د افغانستان وياړلي تاريخ، جهادي حيثيت او د مومنو، مجاهدو او باعزته خلکو د اسلامي مبارزو او ازادۍ غوښتنې مبارزو ته په پام سره خپله رايه وکاروي.”

استاد سياف له خپلو پلويانو غوښتنه کړې، چې د رايې ورکولو پر مهال کاري وړتيا، تقوى، ديانت، نېکه مخينه، ثبات او د ستونزو پر وړاندې درېدل د بنسټيزو معيارونو په توګه په نظر کې ونيسي او داسې چاته رايه ورکړي، چې د ده په خبره “له ولس سره د غم او خوښۍ، لوړو او ژورو پر مهال يو ځاى وي او په هېڅ حالت کې هم خپل هېوادوال يواځې پرې نه ږدي.”

استاد سياف د افغانستان له ټولو خلکو غواړي، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، “د مجاهدينو، شهيدانو او خاورې د دښمنانو په سترګو کې خاورې واچوي او شوم پلانونه يې ور شنډ کړي.”

استادسياف له مخکښو ټاکنيزو ټيمونو غوښتنه کړې ده، چې د خپلو کمپاينونو په ترڅ کې د ورور ولۍ او هېوادپالنې روحيه مراعات کړي او د هغو کلمو او جملو له کارونې ډډه وکړي، چې د ځينو کسانو شخصيت او ملي يووالي ته زيان رسوي.

هغه زياتوي: ((د ټاکنو بهير له چارواکو او کارکوونکو مې د ورورۍ غوښتنه دا ده، چې د ټاکنو روڼتيا وساتي او په دې پروسه کې له هر ډول تقلب او لاسوهنې څخه مخنيوى وکړي.))

استاد عبدرب الرسول سياف ، چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو تاکنو کې خپله هم  کانديد و، د اوه سلنه رايو په ترلاسه کولو سره يې څلورم مقام خپل کړ.

وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې هېڅ يوه کانديد هم د برياليتوب رايې ترلاسه نه شوې کړاى، اوس له دواړو مخکښو کانديدانو هر يو يې هڅه کوي، چې د لومړي پړاو ټاکنو د کانديدانو او د هېواد مخورو خلکو د ملاتړ په خپلولو سره د ټاکنو په دويم پړاو کې خپله بريا تضمين کړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه ترسره شي.

د ټاکنو قانون له مخې، دغه ځل د ولسمشرۍ رياست د څوکۍ ګټلو لپاره دوه مخکښ کانديدان  په خپلو کې سيالي کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.