ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: څارونکي دې د ټاکنو دويم پړاو ته لا ډېر پام وکړي

author avatar
1 Jun 2014 - 19:07
author avatar
1 Jun 2014 - 19:07

کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون له نړيوالو او کورنيو څارونکو غوښتي، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې څارنې ته لا ډېر پام وکړي.

دغه څرګندونې د ياد کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل، نن له کورنيو او نړيوالو څارونکو سره د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې د ټيفا، فيفا، د ديموکراسي نړيوال مرکز مسوولينو سربېره د اروپايي اتحاديې، د ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو بهرنيو څارونکو ګډون درلود.

امرخېل له نړيوالو او کورنيو څارونکو غوښتي، چې د ټاکنو له لومړي پړاو څخه لا زيات د ټاکنو دويم پړاو څارنې ته پام وکړي.

ده زياته کړې: “څارونکي کولي شي زموږ له ټولو پروسو څخه څارنه وکړي او خپل وړانديزونه له موږ سره شريک کړي، ترڅو په دويم پړاو ټاکنو کې د لومړي پړاو د نيمګړتياوو د تکرار مخه ونيولى شو او په ګډه دغه ملي پروسه، چې هم په کور دننه او هم نړيوالو ته د منل وړ وګرځي، بريالۍ کړو.”

نوموړي دغه راز له  کانديدانو هم غوښتي، چې خپل پروګرامونه په سالمه او غير تحقير امېزه فضا کې تر خلکو ورسوي، ترڅو خلک په دويم پړاو ټاکنو کې تشويق او د برنامو پربنسټ خپل راتلونکي ته رايه ورکړي.

د هغه په وينا، د دويم پړاو ټاکنو لپاره د ټاکنو کمېسيون له خوا د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په غونډه کې د ټاکنو د څارونکو د بېلابېلو نهادونو استازو هر يو زکريا بارکزي، ايوب زاده، اصغري او نورو خپل وړانديزونه د دارالانشاء رييس ته وړاندې کړل، چې دې وړانديزونو او حل لارو ته په دويم پړاو ټاکنو کې مثبت ځواب وويل شو.

خبرپاڼه کاږي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لومړي پړاو له تجربو څخه په زده کړې هڅه کوي د دويم پړاو ټاکنې په ښه بڼه ترسره کړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.