ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي بند يو ټوربين خراب شوى

د کجکي بند يو ټوربين خراب شوى

author avatar
1 Jun 2014 - 10:21
د کجکي بند يو ټوربين خراب شوى
author avatar
1 Jun 2014 - 10:21

لښکرګاه (پژواک ١١ غبرګولى ۹۳): د کجکي د برېښنا بند د يوه توربين د خرابېدو له امله له دريو اونيو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار برېښنا پرې شوې ده.

د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير فيض الله د عبرګولي په ١١مه پژواک ته وويل، د برېښنا ياد بند دوه ټوربينونه لري چې يوه يې ستونزه پيدا کړې خو د جوړولو په اړه يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د نوموړي په وينا، د لښکرګاه ښار شل مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري؛ خو اوس د دولتي برېښنا د نشتوالي له امله د دغه ښار يو شمېر اوسېدونکي له جنراتوري برېښنا ګټه اخلي.

د برېښنا د رييس په خبره، د خصوصي جنراتورنو کمپنۍ لښګرګاه ته يوازې ٣ کيلوواټه برېښنا رسولاى شي.

هغه وايي، چې د دغه توربين جوړولو لپاره له برېښنا وزارت سره خبرې شوې او پر جوړولو يې کار وران دى؛ خو د ده په وينا ښايي يو څه وخت ونيسي.

د لښکرګاه هوا د هلمند د نورو ولسواليو په پرتله نسبي توده ده.

د دغه ښار اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې بايد ژر تر ژره ورته د برېښنا ستونزه هواره کړي.

د لښکرګاه د “شهيد غلتان” سيمې يوه اوسېدونکي خيرالرحمن پژواک ته وويل، هوا مخ په ګرمېدو ده؛ خو برېښنا نه لري.

ده وويل، که د برېښنا توربين نه جوړېږي؛ حکومت دې ورته بل توربين پيدا کړي.

د لښکرګاه د “صافيانو” سيمې يو اوسېدونکى عبدالقدير بيا وايي، د برېښنا له نشتوالى سره سون توکي هم قيمته شوي دي.

د يادولو ده، تېر کال په همدې ورځو شپو وسله والو لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې کړي وو او نږدې يوه مياشت له برېښنا بې برخې وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.