ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملخانو په غور کې کښتونو ته زيان اړولى

ملخانو په غور کې کښتونو ته زيان اړولى

author avatar
2 Jun 2014 - 15:06
ملخانو په غور کې کښتونو ته زيان اړولى
author avatar
2 Jun 2014 - 15:06

فيروزکوه (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د غور ولايت کروندګر  پر خپلو کښتونو د ملخانو د يرغل له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، چې که  يې په کروندو درمل ونه شيندل شي، نو ټول حاصلات به يې له منځه ولاړ شي.

ملخان په ژمي کې هګۍ اچوي او د پسرلي پرمهال د هوا له ګرمېدو سره الوځي او پر کروندو يرغل کوي.

دا مضره حشره د نبات تنه په ځانګړي ډول د غنمو ډنډر خوري او وچوي يې او حتى واښه يې تريخېږي او څاروي يې نه خوري.

ملخان له تېرو لسو ورځو راهيسې د غور د دولتيار ولسوالۍ او مرکز پر کښتونو يرغل کړى او د کروندګرو په خبره، چې له ٢٠ تر ٤٠ سلنې پورې حاصلات يې زيانمن کړي دي.

د دولتيار يوه کروندګر فيض محمد وويل، چې سږ کال يې د زياتو بارانونو له امله حاصلات ښه وو، خو مضرو ملخانو يې پر کروندو يرغل کړى او حاصلات يې د له منځته تلو په حال کې دي.

دغه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د غنمو لس جريبه کرونده لرم، چې څلور جريبه ملخانو خوړلې ده او که چېرې دولت مرسته ونه کړي، خپل ټول کښت به وبايلم.))

د دولتيار ولسوال محمد موسى کليم وويل، چې په دې اړه ورته د کروندګرو شکايتونه رسېدلي او ستونزه يې د غور له ځايي چارواکو سره شريکه کړې ده او ګواښ يې کړى، چې د هغوى د نه پاملرنې په صورت کې به ټول کښتونه له منځه ولاړ شي.

هغه زياته کړه، چې د کرنې رياست د ملخ ضد يوه اندازه درمل د دولتيار کروندګرو ته د مرستې په توګه ورکړي، خو بسنه نه کوي او بايد د کرنې فني مامورين ډېر ژر له زياتو درملو سره د ملخانو پر وړاندې مبارزه پيل کړي.

ملخانو د غور د مرکز فيروز کوه په څنډه کې د شويچ سيمې پر کروندو هم يرغل کړى دى.

د سيمې يو اوسېدونکى شيرمحمد وايي، چې د دوى د غنمو ٢٠ سلنه حاصلات د ملخانو د يرغل په سبب له منځه تللي دي.

د کرنې د متخصصينو د معلوماتو پر بنسټ،   ملخان تر ٤٠ ورځو زيات عمر لري او په دې موده کې په درېيو پړاوونو کې يوه جوړه ملخ ١٠٠ هګۍ اچوي.

يو ملخ د خپل لس ورځني ژوند په دوره کې په ٢٤ ساعتونو کې حتى يو کيلو ګرام واښه خوري.

د ملخانو هره ډله او خېل پر کروندو د يرغل پر مهال ميليونو ملخانو ته رسېږي او کروندګرو ته په کم وخت کې ډېر زيانونه اړولى شي.

خو د غور د کرنې او مالدارۍ سرپرست مشر جمعه خان باختري وويل: ((د موجودو درملو يوه اندازه مو زيانمنو ساحو ته واستوله، يو استازى مو کابل ته استولى، چې د اړتيا وړ درمل غور ته ولېږدوي.))

هغه زياته کړه، چې د کرنې رياست د دغه کرنيز افت پر وړاندې مبارزې ته چمتو دى او هر وخت چې درمل ترلاسه کړي؛ نو پر کښتونو به درمل وشيندي.

د ويلو ده، چې تېر کال په غور کې د غنمو حاصلات د وچکالۍ له امله کم وو او ملخانو هم کروندګر تر ډېره زيانمن نه کړل. سږ کال د کرنې وضعيت ښه دى، خو کروندګر د ملخانو له يرغل وېره لري.

غور د مرکزي ولايتونو له ډلې څخه دى او د خلکو اقتصاد يې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.

په دغه ولايت کې له ٦٧٠٠ هکتاره ډيره اوبيزه او ١٥٠ زره هکتاره للمه ځمکه شته او عمده محصولات يې له غنمو، جوارو، وربشو، کچالو، پيازو او وچه مېوه يې له غوزانو او حبوبات يې له باقلي، مشنګ، لوبيا او ميو څخه عبارت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.