ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو د افغان پوځي ماموريت په اړه د اوبامان د اعلان هرکلى وکړ

ناټو د افغان پوځي ماموريت په اړه د اوبامان د اعلان هرکلى وکړ

author avatar
2 Jun 2014 - 16:53
ناټو د افغان پوځي ماموريت په اړه د اوبامان د اعلان هرکلى وکړ
author avatar
2 Jun 2014 - 16:53

کابل (پژواک ۱۲ غبرګولى ۹۳): ناټو په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د اعلان هرکلى وکړ.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له نوي افغان ولسمشر سره د امنيتي سند د لاسليک په صورت کې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي.

خو هغه وويل چې دغه سرتېري به په تدريج سره له افغانستانه وباسي او د ۲۰۱۶ کال په پاى کې به دغه سرتېري هم وباسي او يواځې ۱۰۰۰ سرتېري به د امريکا د سفارت د امنيت لپاره پرېږدي.

د ناټو سازمان ويانده اووانا لنګوسکي د غبرګولي په ۱۲مه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په اړه د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې دوى د ولسمشر بارک اوباما د اعلان هرکلى کوي.

دې زياته کړه، چې د بارک اوباما له دغه اعلان سره د ناټو نورو متحدو هېوادونو ته هم دا زمينه برابره شوه، چې د ناټو د نوي ماموريت په اړه د خپلې ونډې په اړه کړې ژمنې په ډاګه کړي.

نوموړې وويل چې د ناټو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به د اوکراين، جورجيا او د ناټو د داخلي موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د اووانا په وينا، د غونډې په دويمه ورځ به افغانستان په اړه د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو تر څنګ د ايساف همکارو هېوادونو د دفاع وزيران، د افغانستان د دفاع وزير، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، د ايساف قوماندان، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشره کترين اشټون ګډون کوي.

هغې زياته کړه چې په دې غونډه کې به د افغانستان د امنيتي حالت، د ايساف د پاى ته رسېدونکي ماموريت او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه خبرې وشي.

د ناټو وياندې وويل چې په دې غونډه کې به دغه راز د افغانستان د تېرو ټاکنو، دويم پړاو ټاکنو، د سياسي مسووليتونو د لېږدل او په دې برخه کې به د افغان ملي ځواکونو د ښه رول په اړه خبرې وشي.

مېرمن اووانا د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د ناټو او افغان حکومت تر منځ د (سوفه) امنيتي تړون په اړه په خبرو کې ډېر پرمختګ شوى دى او په وروستيو مرحلو کې دي.

خو د افغانستان دولت ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل چې دا خبرې پاى ته رسېدلې او د افغانستان د امنيت شورا پرون تاييد کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.