ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ښايي ۱۵زره نړيوال پوځيان پاتې شي

تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ښايي ۱۵زره نړيوال پوځيان پاتې شي

author avatar
2 Jun 2014 - 19:23
تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ښايي ۱۵زره نړيوال پوځيان پاتې شي
author avatar
2 Jun 2014 - 19:23

 کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولى ۹۳): د ناټو ځينې سرچينې وايي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ښايي شاوخوا ۱۵ نړيوال سرتېري پاتې شي.

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې په افغانستان کې د ايساف ماموريت پاى ته ورسېږي او د امريکا په ګډون نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د نوي افغان ولسمشر له خوا د امنيتي سند تر لاسليک وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري په افغانستان کې پاتې کړي.

هغه زياته کړې وه، چې له دې سرتېرو څخه نيمايي به يې د ۲۰۱۵زېږديز کال تر پايه وباسي او پاتې نور به يې د ۲۰۱۶کال تر پايه پورې له افغانستان څخه ووېستل شي.

د ناټو سرچينې وايي، د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي سند تر لاسليک وروسته به دوى هم له افغان حکومت سره امنيتي سند (سوفه) لاسليک کړي، چې له مخې به يې ناټو وکولى شي په قانوني چوکاټ کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت په افغانستان کې پيل کړي.

په بروکسل کې د ناټو يوې لوړپوړې سرچينې د غبرګولي په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا له لوري له پاتې کېدونکو سرتېرو څخه يې نيمايي به د ناټو نوي ماموريت او نيمايي به يې د ترهګرۍ پر ضد په ځانګړې مبارزه کې اخلي.

د سرچينې په وينا، ښايي د ناټو غړو هېوادونو او ايساف همکارانو له خوا په نوي ماموريت کې له ۱۰ تر ۱۲زرو ترمنځ سرتېري په افغانستان کې پاتې کړي، چې دنده به يې د افغان ځواکونو روزنه وي.

يادې سرچينې وويل، چې د ناټو د نوي ماموريت ګډون کوونکو سرتېرو او د امريکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ځواکونو سره په ګډه، ښايي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته شاوخوا ۱۵زره سرتيري پاتې شي.

خو دغې سرچينې وويل، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه تر اوسه نه ده شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې د ناټو ددفاع وزيرانو په غونډه کې به په دې اړه بحث او پرېکړې وشي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.