ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٧وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

د ١٧وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

author avatar
3 Jun 2014 - 15:28
د ١٧وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو
author avatar
3 Jun 2014 - 15:28

 جلال اباد(پژواک١٣غبرګولى٩٣):د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د دوه ورځينو عملياتو په تر څ کې ١٧ وسله وال وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات د پوليسو لاسته ورغلي دي.

نن د غبرګولي په ١٣مه د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د يوې خبرې غونډې پر مهال رسنيو ته وويل، چې د دويم دور ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه يې په خوږياڼو ولسوالۍ کې چاڼېز عمليات پيل کړي دي.

ده زياته کړه، د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو او پوليسو په ګډو عملياتو کې، چې تېره او وړمه ورځ د “ميملې” او “نوکړخېلو” په سيمو کې ترسره شوي، ١٧ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې لاسته ورغلې دي.

نوموړي وويل: (( موږ يادې سيمې په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي او ښه په ډاډ سره به په کې د دويم دور ټاکنې ترسره شي.))

د شېرزاد په وينا، چې په عملياتو کې ځاى ځاى نښتې هم رامنځته شوي، چې دوه امنيتي سرتېري په کې ټپيان شوي؛ خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همداراز دى زياتوي، چې تېره ورځ يې د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سيمه کې يو تن د m4 ټوپک  له زرګونو مرميو سره نيولى، چې تر پوښتنو لاندې دى.

له دې وړاندې د پچير اګام ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې هم چاڼيز عمليات ترسره شول، چې په تر څ کې يې يو شمېر پوستې په سيمه کې ځاى پر ځاى شوې.

طالبانو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په خوږياڼو کې يې له امنيتي سرتېرو سره سخته جګړه کړې او زيات شمېر افغان پوځيانو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې اعلاميه کې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ليکل شوي، چې په ياده جګړه کې د وسله والو د وژل کېدو راپورونه ناسم دي.

د يوه بل خبر له مخې، وسله والو د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د” نليار پول “، چې زرګونو خلکو پرې تګ راتګ کاوه پر ماينونو الوځولى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې تېره شپه وسله والو په الينګار ولسوالۍ کې د نليار پول،  چې د تپاک، منګو، کوټالي او نورې ډېرې سيمې يې د نليار او غربي نورستان له نورګرام ولسوالۍ سره نښلولې د ماين د يوې چاودنې په ترڅ کې الوځولی.

ده زياته کړه ، چې د دغه پول تر څنګ يو بل کيبلي پول ، چې يواځې پلی تګ راتګ پرې کېده هغه يې هم پرې کړی دی.

د نليار پول په ۱۳۸۶ لمريز کال په نورستان کې د هغه وخت د ولايتي بيارغونې ډلې ( PRT ) له لوري د الينګار پر سيند په پاخه او اساسي شکل جوړ شوى و.

پر دې پول شاوخوا٢٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى وو، د ۳۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور جوړ شوى و، چې په لسګونه کلي يې يو له بل سره نښلول.

وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.