ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو غونډه به د خپل نوي ماموريت پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي

ناټو غونډه به د خپل نوي ماموريت پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي

author avatar
3 Jun 2014 - 17:54
ناټو غونډه به د خپل نوي ماموريت پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي
author avatar
3 Jun 2014 - 17:54

بروکسل (پژواک ۱۳ غبرګولى ۹۳): د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې به په افغانستان کې د دغه سازمان د نوي ماموريت په اړه پلانونو ته وروستۍ بڼه ورکړي.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن د غبرګولي په ۱۳مه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې له پيلېدو مخکې د يوې ناستې پر مهال د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې سبانۍ غونډه د افغانستان لپاره ځانګړې شوې او په دې کې به د دفاع وزيران د ناټو د نوي او د ايساف پر ترسره کېدونکي ماموريت خبرې وکړي.

خو راسموسن وويل چې د ناټو نوى ماموريت هغه مهال پيلېداى شي چې لپاره يې قانوني چوکاټ ولري.

د نوموړي په وينا، د قانوني چوکاټ لپاره يې له افغان حکومت سره د (سوفه) تړون په اړه خبرې کړې او ډاډ يې څرګند کړ، چې خپل نوي ماموريت لپاره به قانوني چوکاټ ترلاسه کړي.

د ناټو سرمنشي وويل چې په څو مياشتو کې به د د دوى اوږد جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېږي او هڅه به وکړي، چې په دې موده کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتلى شي.

د غونډې دويمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې، چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي هم ګډون کوي.

دغه راز په دې غونډه کې په افغانستان کې د ايساف لوى قوماندان جنرال جوزيف ډنفورډ، د ناټو ملکي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم ګډون کوي.

 د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې د ملي دفاع وزير به د افغان ملي ځواکونو د ستونزو، راپېښو ننګونو، د هوايي ځواک په برخه کې د شته ستونزو او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو د همکاريو په اړه خبرې وکړي.

نوموړى وايي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه د ولسمشر بارک اوباما تر اعلان وروسته دا غونډه ځانګړى اهميت لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.