ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو علماوو او د ملي مشارکت ګوند له اشرف غني ملاتړ وکړ

ځينو علماوو او د ملي مشارکت ګوند له اشرف غني ملاتړ وکړ

author avatar
4 Jun 2014 - 19:05
ځينو علماوو او د ملي مشارکت ګوند له اشرف غني ملاتړ وکړ
author avatar
4 Jun 2014 - 19:05

کابل (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د اسلامي انقلاب حرکت ملي او جهادي ټولنې او د نجيب الله کابلي په مشرۍ د ملي مشارکت ګوند غړو، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له اشرف غني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

په هغې غونډه کې چې په کابل کې د اشرف غني احمدزي په کور کې تر سره شوه، د عبدالحکيم مجاهد، مولوي قلم الدين او مولوي خليل الله فيروزى په ګډون لسګونو جهادي څېرو او علماوو، نن په رسمي ډول له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړ.

مولوي فيروزي وويل، چې دوى د اشرف غني غوره ځانګړتياوو ته په پام سره، له هغه سره بيعت کړى دى.

نوموړي زياته کړه: “د ژبې له مخې له چا سره بيعت مه کوئ او رايه مه ورکوئ، چې بيا تاسو ته سبا ته د اخرت په ورځ وويل شي، چې خپل مشر دې د خداى د دين پر بنسټ نه و ټاکلى.”

هغه وويل، که څه هم د دواړو نوماندانو تر منځ ورته توپير نه شته، خو د اشرف غني احمدزي ځانګړتياوو ته لومړيتوب ورکوي.

يوه بل عالم مفتي احمد فرزان په دې غونډه کې وويل، په دې باور دى چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ټيم به په هېواد کې له خپلې حوصلې څخه په ګټې اخيستنې، په راتلونکي کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

د نننۍ غونډې يوه بل ګډونوال مولوي قلم الدين په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه د ډاکټر اشرف غني احمدزي لپاره د ازموينې دوره ده او خلک بايد د غبرګولي مياشتې د ٢٤مې نېټې په ټاکنو کې په ډېر دقت سره رايه ورکړي.

قلم الدين زياته کړه، د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ازمايل شوى او د هغه په وينا: “د ازمايل شوي ازمايښت تېروتنه ده.”

هغه د عبدالله له ټيم څخه په شکايت کولو سره وويل، چې دغه ټيم په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې د خبرو عفت نه مراعاتوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، دا چې د هغه پروګرامونه د هېواد پېژندل شويو عالمانو ته د منلو وړ دي، نو پرې وياړي.

اشرف غني د ديني علماو د ډاډ په موخه وويل، ولسمشرۍ ته د هغه نوماندي د کوم مقام او واک تر لاسه کولو لپاره نه ده، بلکې يواځې خپلو خلکو ته د خدمت او وياړ تر لاسه کولو لپاره ده.

نوموړي، د ټاکنيزو مبارزو موده د نوماندانو د ژمنو او پروګرامونو د ازمايښت موده وبلله او هيله يې څرګنده کړه، چې ور څخه به بريالى راووځي.

اشرف غني احمدزي، د ډاکټر عبدالله د دويم مرستيال محمد محقق څرګندونو ته په اشارې سره وويل: “زموږ ټيم د اخلاقو ټيم دى او ټاکنې به د اخلاقو او ملي ګټو په چوکاټ کې پاى ته ورسوو، موږ هېڅکله هم عبدالله او د هغه ټيم ته سپکې سپورې نه وايو، ځکه دا زموږ د اسلامي او ملي اخلاقو خلاف کار دى.”

محقق څو ورځې وړاندې په دايکنډي ولايت کې په يوه غونډه کې، اشرف غني ته د روده قاق (وچو کولمو) خطاب کړى و، چې د ډېرو خلکو په باور، د ټاکنيزو سيالانو لپاره د دا ډول کلمو کارول، له نزاکت څخه لرې کار دى.

اشرف غني، يو ځل بيا خپل ټاکنيز سيال ته د ملي مسايلو په اړه د مناظرې بلنه ورکړه، ترڅو خپل پروګرامونه له همدې لارې خلکو ته ورسوي او خلک په دې پوه شي، چې کوم ټيم د هېواد ستونزې هوارولى شي.

احمدزي، پر دې سربېره چې په ټاکنو کې له خلکو د پراخې ونډې غوښتنه وکړه، د يوه ملاتړ کوونکي له قوله وويل: “که مو رايه ورکړه، نېکمرغه به وئ او که مو رايه ورنه کړه، مخ توري به شئ.”

احمدزي له عالمانو هم مننه وکړه، چې له ده څخه يې د ژبې او نورو ځانګړو اهدافو لپاره ملاتړ نه دى کړى، بلکې د هغه پروګرامونه دوى ته د منلو وړ دي.

بل خوا د نجيب الله کابلي په مشرۍ د ملي مشارکت ګوند، له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

کابلي، د کابل په شمال کوهدامن سيمه کې د وينا پر مهال، له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ، د افغانسان د ستونزو د هوارولو لپاره د تحول او دوام ټيم ښه تګلاره په ګوته کړه.

هغه له خلکو وغوښتل، چې دويم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.

اشرف غني، له کابلي څخه د مننې تر څنګ وويل، چې د دغې سيمې له خلکو سره ژمنه کوي، چې د برياليتوب پر مهال به د بيارغونې او کرنې په برخو کې دوى ته ډېر کارونه وکړي.

غني زياته کړه، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره ټينګه اراده لري او د هغه په وينا، د هغه په حکومت کې به هېڅوک هم دې ته اړ نه شي، چې په شمالي کې د ښارګوټي جوړونې لپاره بډې ورکړي.

هغه وويل، چې په ورکړل شويو ژمنو به ټينګ ولاړ وي او د هغه څه ژمنه هېڅکله هم نه کوي، چې وړتيا يې نه لري.

هغه زياته کړه: “د ګواښ ژبه، د تفرقې ژبه او د خيانت ژبه به مردوده وي. زموږ ژبه د اخلاقو، ژمنتيا او تواضع ژبه ده. زه د خپل ملت د پښو خاورې يم.”

په دې ناسته کې، احمد ضياء مسعود په خپلو خبرو کې د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې پر ټيم سختې نيوکې وکړې.

مسعود له دې پرته، چې دا چا نوم واخلي، وويل: “کوم چا چې د افغانانو د حقونو پر وړاندې لوى خيانت کړى، د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې په ټيم کې سره يو ځاى شوي دي.”

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، د کابل بانک د بحران عاملين او قاچاق وړونکي په ياد ټيم کې سره راټول شوي دي.

ورته مهال په خوست ولايت کې هم، يو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو، د يوې غونډې په ترڅ کې د اشرف غني احمدزي له نوماندۍ ملاتړ وکړ.

په هغې غونډه کې، چې د خوست ولايت په لوبغالي کې تر سره شوه، د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر محمد همايون همايون په خپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې د اشرف غني احمدزي په برياليتوب سره به د لويې پکتيا اساسي غوښتنې پوره کړل شي.

نوموړي د يادې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه ونډې اخيستو سره اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي.

يوه پخواني جهادي مشر مولوي سردارمحمد ځدراڼ وويل، چې اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره يو وړ شخص دى او له دينې علماوو يې هم وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې له هغه ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه تر سره شي.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.