ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى: اسلاميت او افغانيت به مو د دولت اساسي بنسټونه وي

احمدزى: اسلاميت او افغانيت به مو د دولت اساسي بنسټونه وي

author avatar
5 Jun 2014 - 16:07
احمدزى: اسلاميت او افغانيت به مو د دولت اساسي بنسټونه وي
author avatar
5 Jun 2014 - 16:07

کابل ( پژواک١٥غبرګولى٩٣): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى وايي،که بريالى شو نو په دولتي چارو کې به  له ديني عالمانو سره مشورې کوي او اسلاميت او افغانيت به يې د دولت اساسي بنسټونه وي .

د وري د  ١٦مې په ټاکنو کې  د ولسمشرۍ له اتو کانديدانو يوه هم پنځوس سلنه جمع يو رايه تر لاسه نه شو کړاى . له همدې امله ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او ټاکل شوې، چې د غبرګولي په ٢٤مه په دويم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو کانديدانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ سيالۍ وشي.

د دويم پړاو ټاکنو لپاره د ټاکنيزو سياليو په لړ کې نن د هېواد د بېلابېلو ولايتونو زرګونو ديني علماوو، مجاهدينو او مخورو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې  د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر مشرۍ د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ.

مولوي حافظ احمد په ياده غونډه کې د علماوو په استازيتوب د خبرو په ترڅ کې د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ وکړ او له اشرف غني احمدزي نه يې غوښتنه وکړه، چې د بريا په صورت کې ديني عالمانو ته په دولت کې پراخه ونډه ورکړي ، ترڅو د هېواد چارې له ديني قواعدو او اصولو سره سم پرمخ ولاړې شي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل،چې د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د اسلامي تفکر مرکز و او يوځل بيا بايد دغه هېواد د اسلامي تفکر پر  مرکز بدل شي .

هغه زياته کړه : (( ما د خپل ژوند ډيره برخه د اسلامي ارزښتونو په زده کولو تېره کړې، اسلاميت او افغانيت به زموږ د دولت اساسي بنسټونه وي .))

هغه وويل که ولسمشر شو نو د ديني عالمانو د مادي او معنوي حيثيت د لوړولو لپاره به کار کوي او د دولت په ټولو چارو کې به له هغوى څخه سلا اخلي .

احمدزى وايي،چې په هېواد کې به لويې ديني مدرسې جوړې کړي، ترڅو تر دې وروسته افغانان اړ نه شي ،چې د ديني زده کړو لپار بل هېواد ته  ولاړ شي .

ده دا هم وويل،چې په حکومت به يې د پوهنتون، ښوونځي، مدرسې او ارګ ترمنځ  واټن موجود نه وي .

هغه وايي،چې ولسمشرۍ ته له کانديد کېدو يې اساسي موخه هېواد ته خدمت کول دي؛ نه د قدرت، ثروت او مقام لاسته راوړل .

هغه زياته کړه : (( زه ملت ته خدمت کوم ځکه،چې زه بيا نشم کولاى د قيامت په ورځ حساب ورکړم.))

احمدزى وايي،چې د تحول او تداوم په ټيم کې د جهاد اساسي وارثين را ټول شوي او تر هغه ،چې د ملت ستونزې يې  نه وي هوارې کړي ارام نه کېني .

دى وايي،چې دولت يو امانت دى او هېڅ وخت نه غواړي ، چې له دولت څخه سهامي شرکت جوړ کړي .

هغه زياته کړه : ((ډير کسان ماته راغلل،چې فلانى وزارت او ولايت ما ته راکړه، خو موږ معامله نه کوو، نو ځکه له موږ سره بده معامله کيږي خو هر توهين ته يواځې سلام اچوو.))

هغه وويل،چې د هېواد د ديني عالمانو په مرسته به هېواد ته سوله راولي او د هرو ٦ مياشتو په پاې کې به حکومت ملت ته  حساب ورکوي .

په ياده غونډه کې پخواني جهادي  مشر حضرت صبغت الله مجددي وويل،چې د تحول او تداوم له ټيم څخه د علماوو ملاتړ د دې ټيم بريا حتمي کړه.

 

هغه وويل،چې اشرف غني احمدزى بې پرې او عالم سړى دى او ټول خلک بايد په راتلونکو ټاکنو کې احمدزي ته رايه ورکړي .

خو مجددي زياته کړه : (( ما څه موده وړاندې د استخارى خبره وکړه،ځينو کسانو په استخارې ريشخند وواهه ؛ استخاره د پيغبر سنت دى او څوک ،چې په سنت ريشخند وهي هغه ايمان نه لري.))

ده څو ورځې مخکې ويلي و، چې له استخارې وروسته يې له اشرف غني احمدزي ملاتړ کړى دى.

مجددي ونه ويل چې چا د ده پر استخاره ملنډې وهلې دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د ملي محاذ ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني هم اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ او د هېواد د ستونزو د حل لپاره وړ کس وباله او له خلکو يې وغوښتل ، چې رايه ورکړي.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد مشر قاضي محمد امين وقاد په نننۍ غونډه کې وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزى د ملت کانديد دى او ډاکټر عبدالله د جمعيت کانديد دى.

ده وويل،چې که ملت يې وګټي نو جمعيت په کې ځاييږي ،خو که جمعيت يې وګټي نو ملت په کې نه ځاييږي.

دغه راز په خوست کې د ولسي جرګې ځينو غړيو او د مدني ټولنو فعالو ښځو هم له اشرف غني احمدزي نه د يوې غونډې په ترڅ کې ملاتړ وکړ .

 په ولسي جرګې کې د خوست استازې ساهره شريف يادې غونډې ته وويل، ښځې هم د سړيو په شان حق لري، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

هغې د خوست له ټولو هغو مېرمنو څخه، چې د رايې اچونې کارتونه لري، وغوښتل، چې د تېرو ټاکنو په پرتله د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او احمدزي ته رايه ورکړي.

د دې ولايت د ښځو د حقونو يوې فعالې کاملې اکبري  هم پرښځو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي، خپلې ارادې او غوښتنې تمثيل کړي او د هېواد په سياسي بدلون کې د سړيو ترڅنګ يو شان ونډه واخلي او اشرف غني ته رايه ورکړي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.