ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس او فراه کې ١٢ پوليس ټپيان شول

بادغيس او فراه کې ١٢ پوليس ټپيان شول

author avatar
5 Jun 2014 - 11:12
بادغيس او فراه کې ١٢ پوليس ټپيان شول
author avatar
5 Jun 2014 - 11:12

فراه ښار، قلعه نو( پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د بادغيس په بالامرغاب او د فراه په پشترود ولسوالۍ کې، د پشترود د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس ټپيان شوي دي.

د فراه د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ په مساو کلي کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د پشترود امنيه قوماندان او د هغه پنځه ساتونکي ټپيان شول.

د ده په وينا، يادو پوليسو په سيمه کې دوه ځاى پر ځاى شوي ماينونه شنډ کړي وو او وروسته يې پر  رينجر موټر د بل ماين چاودنه شوې وه.

دغه ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي، وايي چې له يادو ټپيانو څخه د امنيه قوماندان د يو ساتونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د روان کال د غويي په ٢٣مه هم په مساو کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې پلار او زوى ووژل شول او د همدې مياشتې په درېيمه د يادې ولسوالۍ په “چهارده ” سيمه کې  پر يو زرنج موټرسايکل د سړک غاړې ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په مورچاق سيمه کې د وسله والو مخالفينو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله  شپږ سرحدي پوليس ټپيان شوي دي .

په دې ولايت کې د سرحدي پوليسو د کنډک قوماندان محمد همدرد پژواک ته وويل، چې دغه ټپيان د بالامرغاب  په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

په بالامرغاب کې تېره او وړمه ورځ هم نښتې شوې وې.

 په بادغيس کې د ملي اردو چارواکو تېره ورځ ويلي وو، چې د بالامرغاب په اکازو سيمه کې  د نښتو پر مهال  ١٤ وسله وال مخالفين او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي .

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي،وايي چې د بالامرغاب په اکازو او ځينو نورو سيمو کې د نښتو پر مهال له دولتي ځواکونو څخه ٩ تنه وژل شوي او ٣٢ نور ټپيان دي.   

دغه راز دى وايي، چې په دې نښتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او  پنځه نور ټپيان شوي دي. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.