ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه مخکښ کانديدان  د سولې او امنيت لپاره څه پروګرام لري؟

دوه مخکښ کانديدان د سولې او امنيت لپاره څه پروګرام لري؟

author avatar
5 Jun 2014 - 16:01
دوه مخکښ کانديدان  د سولې او امنيت لپاره څه پروګرام لري؟
author avatar
5 Jun 2014 - 16:01

کابل(پژواک،١٥ غبرګولى ٩٣): د تحو او تدوام ټيم په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتلو لپاره د مخالفينو پر وړاندې د دولت  د متحد دريځ پر اړتيا ټينګار کوي، خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د سياسي سولې د هڅو ترڅنګ د غوره دولت والۍ  د بنسټونو د اړتياوو پر پراختيا، د ملي اعتماد په رامنځته کولو، دولتي اصلاح او مديريت تکيه کوي.

د تحول او تداوم د ټيم په باور د تلپاتې سولې د رامنځته کولو د شرايطو لپاره هم فکري زمينو ته اړتيا ده او هم هغه ميکانيزم ته ، چې سوله له يوې غوښتنې څخه د مشخصو او قانوني بنسټونو په اډانو کې  په يوه واقعيت بدله کړي.

دا ټيم وايي:(موږ به وسله والو مخالفينو سره د يوه قانونمند سياسي نظام له ادرسه خبرې وکړو.))

 دا معلومات د ولسمشرۍ د مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم له منشور څخه اخيستل شوي دي، چې د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره دهغوى پروګرامونه را نغاړي.

دا منشور يا پروګرام اوه برخې لري، چې د سياسي ثبات د راتلو د څرنګوالي ، تلپاتې سولې، امنيت راتلو، غوره حکومتوالۍ، د قانون حاکميت، عدلي او قضايي اصلاحاتو او نورو موضوعاتو څخه عبارت دي.

د تلپاتې سولې او امنيت راتلل، دسياسي ثبات  څخه وروسته دويمه موضوع ده، چې ډاکټر اشرف غني ورته مخه کړې ده.

اشرف غني د سولې لپاره د خپل پروګرام په پيل کې د مخالفينو پر وړاندې د دولت د واحد دريځ پر اړتيا ټينګار کوي.

 هغه وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره د قانونمند سياسي نظام له ادرسه خبرې کوي، هغه نظام، چې  د اکثريت ځواکونو او هېواد سياسي اقشارو د اجماع په پايله کې له ملي ، سيمه ييزو او نړيوالو معيارونو سره سم جوړ راځي.

نوموړى  زياتوي:(( دا ټکى دا ايجابوي، چې ټولې پخوانۍ ستونزې او راتلونکې اندېښنې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له نظره په پام کې  ونيول شي، څو وکولى شو په دې برخه کې د اساسي قانون پر بنسټ د رامنځته شوي نظام د ټولو پلويانو او د سولې د شرايطو او زمينو سره اجماع ته ورسېږو.)) 

د ولسمشرۍ ددغه کانديد په باور، د ښکېلو ځواکونو تر منځ د بېلابېلو شته نظرياتو څخه سترګې پټول د سولې تلپاتې والى له خطر سره مخ کوي.

 

اشرف غني وايي:(( موږ غواړو، چې په دې برخه کې د څرګندو اصولو او ميکانيزمونو سره سم عمل وکړ. موږ به  له ټولو وسله والو مخالفينو څخه وغواړو، چې خپل ليدلوري، کتنې او سياسي غوښتنې په مشخص ډول مطر کړي او ووايي، چې درد يې له څه سرچينه اخلي او حل لاره په څه کې ويني.))

هغه زياته کړه، چې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې د وسله والو مخالفينو رول، انګيزې او عوامل شته، چې د هغوى د مخالفتونو تر شا شتون لري . تر اوسه پورې د سولې لپاره جګړه او هڅې د يو ډولي شعارونو پر بنسټ او عامه بڼه تر سره شوې دي.

نوموړى په ورته وخت کې له بهرنيو سرچينو سره د وسله والو مخالفينو تړاو ته په پام سره وايي، بايد څرګنده شي، چې وسله وال مخالفين تر کومې کچې د عمل او نظر ازادي لري، په بهرنيو اړيکو کې يې محدوديتونه په کومه کچه دي او ايا له دې امکان څخه برخمن دي، چې د يوې بين الافغاني هوکړې په اډانه کې د سولې له شرايطو او اصولو سره هوکړه وکړي؟

اشرف غني  زياتوي، چې د وسله والو مخالفينو د بهرنيو متحدينو رول هم له مهمو موضوعاتو څخه دى، چې بايد د تلپاتې سولې لپاره هر ډول خبرو ته پاملرنه وشي.

 د تحول او تداوم ټيم له نظره، له مخالفينو سره هر ډول هوکړې او خبرې بايد په روڼتيا اوتام وضاحت سره تر سره شي.

دا ټيم وايي:((سوله بايد په رڼا ورځ د يوه راڼه قرار داد په نتيجه کې وشي، چې هم د رسېدلو زمينې او هم يې د هوکړې شرطونه په واضح ډول ټول ملت او سياسي ځواکونو ته په ځانګړي توګه ښکېلو ځواکونو ته روښانه شي، څو څوک ونه وايي، چې سوله د غله غوندې په نيمه شپه راغله.))

 د ډاکټر اشرف غني احمدزي د سولې اجرئيوي ميکانيزم پر پنځو اصولو ولاړ دى.

د ملت د با خبره ادارې پر بنسټ د ټاکل شوي دولت منل، د اساسي قانون د ارزښتونو منل،  د دولت له خوا د قوې کارونې د انحصاري حق منل، د سياسي نظام په جوړښت کې د ملي مشارکت منل او د ټاکل شوي دولت له خوا د سياسي نظام د مديريت منل.

 د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له نظره د سولې او امنيت خوندي کولو څرنګوالى

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په هېواد کې د سولې او امنيت د راوستلو لپاره د سياسي سولې د هڅو ترڅنګ د غوره دولت د بنسټونو د پراختيا د اړتيا، د ملي اعتماد د ايجاد او دولتي مديريت پر اصلاح تکيه لري.

ددغه ټيم په باور، يواځې سياسي سوله په ټولنه کې د شخړې پاى نه دى. سياسي سوله د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره يوه مقدمه او پيل دى.

 دا معلومات د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د مخکښ ټيم له منشور څخه اخيستل شوي، چې په هېواد کې د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره بېلابېل پروګرامونه په کې شامل دي.

که څه هم په دې منشور کې سياسي سولې ته اشاره شوې، خو جزييات يې نه دي راغلي او حتى د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو هېڅ يادونه هم په کې نه ده شوې.

په هېواد کې د سولې لپاره د ډاکټر عبدالله پروګرام تر ډېره په غوره دولت والۍ، د بېوزلۍ کښت، د اداري فساد له منځه وړلو او  د څنګه والي او څرنګوالي له اړخه د افغانستان د امنيتي او دفاعي نظام د وړتياوو پر اوچتولو تمرکز لري.

 د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د غوره دولت والۍ د راوستلو لپاره ويلي دي:(( د تلپاتې امنيت ټينګښت، د غوره دولت والۍ د پايو پياوړتيا لپاره د اړتياوو پراختيا، لکه د ملي مشارکت تامين، قانونمندي، روڼتيا، ځواب ويل، د عامه خدماتو د وړاندې کولو وړتيا، مسووليت منلو، حساب ورکولو، د برابرۍ د اصل رعايت، د ستراتيژيک تفکر درلودلو او دولتي مديريت اصلاح او  د نظام په ټولو برخو کې ددغو موخو د ټينګښت او پياوړتيا لپاره موثرې هڅې کوو.))

د ډاکټرعبدالله د پروګرام په اوږدو کې په حکومت نيوکه شوې، چې په تېرو ١٣ کلونو کې نه دى توانېدلى، چې د ملي امنيت موضوع ته پاملرنه، تمرکز او پروګرام ولري او له دې اړخه يې زيانونه هم ليدلي دي.

د ملي اعتماد  پياوړتيا او ډېر والى، په هېواد کې د جوړښتي عدالت تامين، د بېوزلۍ کچې او اقتصادي ماتېدنو ښکته کول، سياسي او فرهنګي پراختيا، د امنيتي او دفاعي  وړتياوو لوړول او د سياسي مشروعيت زياتوالى د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې د هغوى په باور د امنيت په خوندي کول کې بنسټيز رول لري.

له ترهګرۍ سره جدي مبارزه، له تندلارۍ سره مبارزه او مخنيوى، د هېواد له پولو ساتنه او مديريت، د زعامت لپاره د ملي اعتماد او اعتبار بڼه ورکول، د امنو ټولنې لپاره مصالحه، د ملي امنيت د خوندي کولو لپاره د سياسي ارادې بڼه خپلول، د ستراتيژيکو تړونونو څخه مناسبه ګټه اخيستنه، اقتصادي او ټولنيزو وړتياوو او حياتي سرچينو ښه کولو ته لاس رسى، د غير قانوني وسلې ټولول، د سيمه ييز او نړيوال امنيت د خوندي کولو لپاره د افغانستان د رول پياوړتيا او د افغانستان د ملي امنيت د جامع پروګرام تدوين په هېود کې د سولې د راوستلو لپاره د ډاکټر عبدالله د  پروګرامونو څخه دي.

عبدالله له پژواک خبري اژانس سره په افغانستان کې د سولې او امنيت راوستلو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې اوسنى حکومت د مشخص ليدلوري او پروګرامو په نه درلودلو تورن کړ.

نوموړي په دې مرکه کې ويلي وو:((د سالمې ادارې نشتوالى خپله يوه ستونزه ده، د قانون د حاکميت نشتوالى ددى سبب شوى، چې د خلکو باور نور کم شي او هغه کسان چې جګړه غواړي له هغوى کار واخلي. په سيمه ييزو سياستونو کې مو هم ستونزې درلودې، موږ د نړۍ له هېوادونو سره سره د ستونزو شاهدان وو، دې ټولو زموږ سره سولې ته په رسېدو کې مرسته نه ده کړې.))

عبدالله همدارنګه د سولې ، ملي يووالي او په واک کې د وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول د وسله والو طالبانو په اړه شوې پوښتنې ته په ځواب کې وويلي و:

 “يو بين الافغاني تفاهم، خو په هغه صورت کې، چې د ملي مصالحو پر بڼسټ شکل ونيسي، مثبته پراختيا او په محبت د نفرت اړولو عامل. په دې برخه کې موږ اعتماد جوړونکي اوچت قدمونه اخلو، خو له مخالفينو مو هم غوښتنه داده، چې د سولې او هېوادنيو ګټو په برخه کې لازم انعطاف ولري. منطقي لاره داده، چې د هېواد داساسي قانون په چوکاټ کې يو له بل سره خبرې وکړو او د ګډو زمينو په نظر کې نيولو سره حل لارې رامنځته کړو.”

ددغو دوو کانديدانو د پروګرامونو بشپړ متن په لاندې لنکونو کې شته دى.

د امنيت خوندي کولو لپاره د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بشپړ پروګرام

د امنيت او تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د تغير او بدلون ټيم بشپړ پروګرام

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.