کابل (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣) : ولسمشر حامد کرزي اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم د موټرو پر کاروان بمي چاودنې په کلکه وغندلې.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونوله امله د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم د مرستیال انجنیر محمد خان موټر ویجاړ شوی او د ده ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
دغه پیښې نن غرمه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې دوی د آریاناـ کابل له هوټل څخه د انټرکانټیننټل هوټل پر لور روان و، چې په دغو چاودنوکې عبدالله او د ده د انتخاباتي ټیم غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله ،چې نه غواړي افغانان د ازادو او رڼو انتخاباتو له لارې په سوله يیزه فضا کې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
ولسمشر څرګنده کړې، چې تروریستي بریدونه د انتخاباتو په لومړي پړاوکې هم ترسره شول چې افغانان یې له خپل هوډ څخه وا نه ړول، په دويم پړاوکې به هم د افغانستان خلک د خپل سیاسي برخلیک د ټاکنې لپاره په پوره هوډ د رایې ورکولو صندقونو ته لاړ شي او خپل برخلیک به وټاکي.
ولسمشر کرزي په دې خبرپاڼه کې د دغو تروریستي پیښو د وژل شويو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کړې ده .
دغه راز د ولسمشرۍ مخکښ کانديد او د ډاکټر عبدالله ټاکنيز سيال ډاکټر اشرف غني احمدزي هم د ډاکټر عبدالله پر کاروان نننى بريد په کلکه غندلى .
اشرف غني په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي ، چې پر ډاکټر عبدالله بريد د افغانستان د دښمنانو کار دى .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن