ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې د ١٣وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

په ميدان وردګو کې د ١٣وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
6 Jun 2014 - 10:26
په ميدان وردګو کې د ١٣وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
6 Jun 2014 - 10:26

ميدان ښار (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣) : د ميدان وردګو د والي وياند وايي، چې ددې ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧نور ټپيان دي .

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو ددغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په سلطان خېلو سيمه کې عمليات ترسره کړل .

ده وويل، ددې عملياتو په ترڅ کې ١٣ طالبان ، چې په يوه باغ کې د بريد په موخه راټول شوي وو ، ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول .

د نوموړي په خبره ، چې ددې عملياتو پرمهال د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې ، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي .

د سرچينې په خبره ، چې له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر وسلې او زياته اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي .

د خوږياڼي په وينا، چې په وژل شويو طالبانو کې ددوى يو شمېر مهم سرګروپان هم شتون لري ، چې په ډيرو ناامنيو کې يې لاس درلود.

هغه وويل ، چې په يادو عملياتو کې د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

د سيمې اوسېدونکو او وسله والو طالبانو که څه هم ددې عملياتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي ، خو وسله والو طالبانو ادعا کړې ، چې تېره ورځ ناوخته يې په سيداباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمه وسله وال  بريد کړى، چې په ترڅ  کې يې يو ټانګ ويجاړى   او څلور ناست عسکر يې په کې وژلي او دغه راز يې پر پليو عکسرو بل بريد کړى ، چې  ٦سرتېري يې وژلي او ٧نور يې ټپيان کړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.