ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چار وزارت : د ډاکټر عبدالله پر کاروان ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي

د کورنيو چار وزارت : د ډاکټر عبدالله پر کاروان ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي

author avatar
6 Jun 2014 - 13:07
د کورنيو چار وزارت : د ډاکټر عبدالله پر کاروان ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي
author avatar
6 Jun 2014 - 13:07

درېيم تعقيب – کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٣) : د کورنيو چارو وزارت وايي، د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبد الله د موټرو پر کاروان په شوي ځانمرګي بريد کې عبد الله ته زيان نه دى اوښتى .

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي ، چې ځانمرګي بريد د يو موټر پر وسيله هغه مهال بريد وکړ ، چې کله  ډاکټر عبدالله له يوې ټاکنيزې غونډې څخه چې ميرويس ميدان ته څيرمه په اريانا هوټل کې جوړه شوې وه د راوتلو په حال کې و .

ده وويل چې د لومړنيو په اساس، په دې پيښه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.

 نوموړي زياته کړه چې په دې پيښه کې عبدالله او دده ټيم ته زيان  نه دى اوښتى .

  د پژواک خبريال د پېښې له ځايه د عيني شاهدانو په قول وايي ، چې دغه بريد د ډاکټر عبدالله د موټرو پرکاروان  شوى .

 سرچينه وايي ، دغه بريد چې نن غرمه مهال وشو  په کې يو شمېر موټر چې د عبدالله د ټيم اړوند و ويجاړ شوي دي .

 د پژواک خبريال د پېښې له ځايه وايي ، چې يو ټوټه ټوټه جسد د پېښې په ځاى کې پروت دى او د پېښې ځاى امنيتي ځواکونو کلابند کړى دى.

  د پېښې يوه عيني شاهد محمد اسحق پژواک ته وويل ، چې کله له اريانا هوټل څخه د ډاکټر عبد الله او مرستيالانو د موټرو کاروان يې راووت ، ځانمرګى بريد پرې وشو.

ده زياته کړه چې په دې  بريد کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .

 تراوسه ددې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.