ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله : په ننني بريد کې مو درې ملګري وژل شوي

ډاکټر عبدالله : په ننني بريد کې مو درې ملګري وژل شوي

author avatar
6 Jun 2014 - 14:11
ډاکټر عبدالله : په ننني بريد کې مو درې ملګري وژل شوي
author avatar
6 Jun 2014 - 14:11

 درېيم تعقيب –کابل (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣): ډاکټر عبدالله پر خپل ټيم نننى بريد چې درې ملګري يې په کې ووژل شول په کلکه وغانده  او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي څېړنو غوښتنه وکړه .

يوه  ځانمرګي بريدکوونکي د يوه موټر پر وسيله هغه مهال بريد وکړ ، چې کله  ډاکټر عبدالله له يوې ټاکنيزې غونډې څخه چې ميرويس ميدان ته څېرمه په اريانا هوټل کې جوړه شوې وه د راوتلو په حال کې و .

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ، په دې بريد کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٢نور ټپيان شوي دي.

ډاکټر عبدالله چې د ترکتبارانو له خوا دده په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې يې خبرې کولې ، وويل چې په نننۍ بريد کې درې تنه ملګري يې وژل شوي دي.

 ده دغه بريد د افغانستان د دښمنانو له خوا يوه دسيسه وبلله او ويې ويل چې د افغانستان دښمنان غواړي چې ددغه هېواد خلک په وير او ماتم کې وساتي.

 عبدالله ته وويل ، چې کله له اريانا هوټل څخه د ډاکټر عبد الله او مرستيالانو د موټرو کاروان يې راووت ، ځانمرګى بريد پرې وشو  د پژواک خبريال د پېښې له ځايه د عيني شاهدانو په قول وايي ، چې دغه بريد د ډاکټر عبدالله د موټرو پرکاروان  شوى .

 سرچينه وايي ، دغه بريد چې نن غرمه مهال وشو  په کې يو شمېر موټر چې د عبدالله د ټيم اړوند و ويجاړ شوي دي .

 د پژواک خبريال د پېښې له ځايه وايي ، چې يو ټوټه ټوټه جسد د پېښې په ځاى کې پروت دى او د پېښې ځاى امنيتي ځواکونو کلابند کړى دى.

  د پېښې يوه عيني شاهد محمد اسحق پژواک.

ده زياته کړه چې په دې  بريد کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .

 تراوسه ددې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې ددغې پېښې جدي څېړنه وکړي

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.