ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبد الله : ورزش د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي

ډاکټر عبد الله : ورزش د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي

author avatar
6 Jun 2014 - 12:32
ډاکټر عبد الله : ورزش د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي
author avatar
6 Jun 2014 - 12:32

 کابل (پژواک ١٦ غبرګولى ٩٣) : د ولسمشرۍ مخکښ کانديد ډاکټر عبد الله د ورزشکارانو په يوه غونډه کې، چې په دويم پړاو ټاکنو کې له ده څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه وويل ، چې د برياليتوب پرمهال ورزش ته پاملرنه دده په لومړيتوبونو کې ځاى لري .

 دغه غونډه چې د غبرګولي په ١٦مه د کابل په بادام باغ کې د زرګونو لوبغاړو په ګډون جوړه شوې وه ، عبدالله د غوندې برخوالو ته وويل ، چې لوبغاړي په ملي مسايلو او په ځانګړې توګه په ټاکنو کې مهم رول لري او په لومړي پړاو ټاکنو کې دغو ځوانانو دوى ته رايه ورکړه .

 هغه زياته : (( زموږ ژمنه شعاري ژمنه نه ده ، د برياليتوب په صورت کې د ورزش پياوړتيا خپله دنده ګڼم او په دې برخه کې برنامې لرم .))

 نوموړي ، لوبغاړو ته په خطاب کې وويل ، چې تاسو په ملي او نړيواله کچه ښې لاسته راوړنې درلودې ، افغانان پر تاسو وياړي او د ” ا صلاحاتو اوهمپالنې ”   ټيم له تاسو ملاتړ کوي .

 ده زياته کړه ، د شکر ځاى دى ، چې د ” ا صلاحاتو اوهمپالنې ” ټيم په دويم پړاو ټاکنو د تاسو ملاتړ له ځانه سره لري.

 د عبدالله په خبره : (( په هغه ټولنه کې چې خلک يې له ورزش سره مينه ولري او ورزشکار وي، فقر  او بې کاري په کې له منځه ځي .))

  نوموړي د برياليتوب په صورت کې د افغانستان د عنعنوي لوبو د پياوړتيا او ځلونې ژمنه وکړه .

 ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبد الله عبد الله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ تر سره شي .

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.