ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان د جګړې په حال کې ټاکنې ترسره کوي”

“افغانستان د جګړې په حال کې ټاکنې ترسره کوي”

author avatar
7 Jun 2014 - 19:08
“افغانستان د جګړې په حال کې ټاکنې ترسره کوي”
author avatar
7 Jun 2014 - 19:08

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې افغانستان د ناامنۍ او جګړې په حال کې ټاکنې ترسره کوي او نا امني د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل چې نن په ټاکنو کې د علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو د رول په اړه په سيمينار کې خبرې کولې زياته کړه، هيله ده څو امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګولو کې پر خپلو ژمنو ټينګ ودرېږي او په ټاکنو کې د خلکو د ونډې اخيستو ته ژمن و اوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله له يوه ځانمرګي بريده روغ ووت او د يادې پېښې په ترڅ کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې ويلي، چې د امنيتي بنسټونو د وروستيو څېړنو له مخې، د هېواد په کچه د ٦٤٠٠ مرکزونو له ډلې ١٨٤ يې د لوړ امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې دي.

د کورنيو چار وزارت هم ويلي، چې دويم پړاو ټاکنې به د لومړي پړاو په پرتله له ګواښونو ډکې وي، خو امنيتي ځواکونه په دويم پړاو ټاکنو د مرکزونو د امنيت ټينګولو وړتيا لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر وويل، چې دغه کمېسيون په ټول افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو وړتيا لري، خو امنيتي بنسټونه بايد د ټاکنو کلک امنيت ونيسي او د ولسمشر کرزي له لوري صادر شوي فرمان ته ژمن و اوسي.

هغه زياته کړه: “د دغه فرمان له مخې، امنيتي ځواکونه د رايې ورکونې مرکزونو او محلونو ته بايد داخل نه شي او تر خپل ټاکل شوي محدوديت پورې کار ترسره کړي، ترڅو پر چا فشار وارد نه شي.”

امرخېل وويل، چې د وري مياشتې د شپاړسمې ټاکنو له تجربو په ګټې اخيستنې، د ټاکنو په لومړي پړاو کې له تخنيکي او لوژيستيکې اړخه يو شمېر نيمګړتياوې ترسترګو شوې دي. خو کمېسيون پرېکړه کړې چې دغو ستونزو ته د حل لاره وموندي، څو په دويم پړاو کې دغه ستونزې او نيمګړتياوې تکرار نه شي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې دويم پړاو ټاکنو ته کلک تدابير نيول شوي، زياته کړه چې دغه کمېسيون دغه ځل پنځلس ميليونه راى پاڼې چاپ کړې، تر څو هېڅوک هم په دويم پړاو ټاکنو د رايې له ورکړې محروم پاتې نه شي.

هغه وويل، چې د ټاکنو کمېسيون د يوه منظم مهالوېش له مخې، د ټاکنو ټول اړين توکي د هېواد ٣٤ ولايتونو ته لېږدولي او له ولايتي دفترونو ولسواليو او مرکزونو ته د يادو توکو لېږد دوام لري.

د ټاکنو د دارالانشا کمېسيون مشر، ټاکنيزې مبارزې د ټاکنو له مهمو مواردو بللې او وايي، چې د ټاکنو کمېسيون په دويم پړاو کې د يادې پروسې د غوره والي لپاره دواړو نوماندانو ته درې اونۍ وخت ورکړى، تر څو په دغه موده کې دوى خپل پروګرامونه خلکو ته وړاندې کړي او خلکو ته څرګنده شي، چې کوم نوماند غوره پروګرامونه لري.

خو نوموړي وويل، چې دغه کمېسيون د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غواړي چې په خپلو کمپاينونو کې متقابل درناوى رعايت کړي، دوى بايد له داسې ويناو چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي، ډډه وکړي.

امرخېل زياته کړه: “په ټاکنو کې تر ټولو شومه پديده، چې ټول خلک ترې ځوريږي، درغلۍ دي او په لومړي پړاو ټاکنو يوازې د کمېسيون کارکوونکو درغلۍ نه ده کړې، بلکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې هڅه کې دى، چې د دغو درغليو تر شا د چا لاسونه وو؟”

هغه هيله څرګنده کړه، چې خلک د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر په دويم پړاو کې هم پراخه ونډه واخلي او د رايې ورکونې له خپل حق څخه ګټه پورته کړي.

 

 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.