ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخ پټو طالبانو ويډيويي فلم خپور شو

د مخ پټو طالبانو ويډيويي فلم خپور شو

author avatar
7 Jun 2014 - 18:51
د مخ پټو طالبانو ويډيويي فلم خپور شو
author avatar
7 Jun 2014 - 18:51

جلال اباد (پژواک١٧غبرګولى٩٣): د نورستان چارواکو د هغو پاکستانيو مخ پټو طالبانو وېډيويي فلم خپور  کړ، چې په دې ولايت کې ځايي وسله وال طالبان په دار ځړوي.

ولايتي چارواکي وايي، دا مخ پټي وسله وال له پاکستانه دغه ولايت ته ورغلي او د هغو طالبانو د نيولو په لټه دي، چې د لومړني پړاو ټاکنو په مخنيوي کې ناکامه وو.

رسنيو ته د نورستان ولايت د مقام له دفتره د غبرګولي په ١٧مه په دې استول وېډيويي فلم کې ښودل کېږي، چې څو تنه مخپټي طالبان په يوه غرييزه سيمه کې درې وسله وال په دار ځړوي.

په دې وېډيويي فلم کې دا وسله وال په اشارو سره خبرې کوي او نيولو شوي درې طالبان په خورا بې رحمۍ سره په دار  را ځړوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، د کامدېش ولسوالۍ يو شمېر سيمو ته پټ مخي وسلوال له پاکستانه راغلي او تراوسه يې ١١ وسله وال په دار ځړولي دي.

ده زياته کړه، چې په نورستان کې  ياد وسله وال، چې مخونه يې په تورو نقابونو کې پټ دي، له ټاکنو وروسته راپيدا شوي دي.

نوموړي وويل: ((تر دا مهاله دغه وسلوال يواځې او يواځې له هغو کسانو سره کار لري، چې د دولت پر ضد جنګېږي.))

د والي قيوم په وينا، پټ مخي وسله وال په هغو سيمو کې فعاليت کوي، په کومو کې چې د دولت واکمني کمزوره ده.

دى زياتوي، د کامدېش په مرکزي برخه کې چې حکومت حاکم دى، هېڅ وسله وال نشته، خو په هغو سيمو کې چې د حکومت حاکميت کمزورى دى، دواړه ډلې وسله والې موجودې دي.

د نورستان والي وايي، دا وسله وال په نورستاني ژبه نه شي غږېدلى او نه يې هم له رسم او رواج سره بلدتيا لري، خو يواځې هغه وسله وال ګواښي، چې د حکومت پر ضد دي.

يوې لوړپوړې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل، چې د يادو پټ مخو وسله والو شمېر لسګونو تنو ته رسېږي، چې تل د جګړې په حالت کې وي.

دغخ امنيتي سرچينه زياتوي، ياد پټ مخي وسله وال د پاکستان د لشکر طيبه ډلې پورې تړاو لري، غواړي لومړى په نورستان کې تمرينات وکړي او وروسته هلته جګړه پيل کړي.

د نورستان د ولايتي شورا پخوانى غړى امان الله عنايت الرحمان هم تاييدوي، چې نورستان ته د پټ مخو وسله والو په نوم يو شمېر کسان راغلي دي.

ده زياته کړه، ياد وسله وال ډېر قاطع عمل کوي او تر اوسه يې له پنځلسو زيات هغه وسله وال وژلي، چې د دولت په مخالفت کې واقع دي.

نوموړي وويل، چې ياد وسله وال له ګاونډي هېواد څخه راغلي او د وسله والو له يوې قوي ډلې څخه حمايه کېږي.

بل خوا يوې لوړپوړې باوري سرچينې د غبرګولي په ١٧مه په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې دا مخ پټي وسله وال د “بلک کټ” په نامه پاکستاني پوځيان دي، چې د ورانکارو کړنو د تمريناتو لپاره افغانستان ته رالېږل شوي او وروسته به له دوى څخه د کشمېر په جنګونو کې استفاده کېږي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د غبرګولي په ١٧مه په خپره شوې خبرپاڼه کې بيا په نورستان کې د مخ پټو طالبانو شتون رد کړى دى.

په دې خبرپاڼه کې دا مسئله د طالبانو پر وړاندې د دولت له لوري توطيه بلل شوې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.