ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ٢٤ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

کندوز کې ٢٤ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

author avatar
8 Jun 2014 - 18:56
کندوز کې ٢٤ تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول
author avatar
8 Jun 2014 - 18:56

 کندوز (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): د پوهنې وزارت د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د جګړو له امله د ٢٤ تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې عمليات او جګړې بايد د پوهنې په سيمه کې تر سره نه شي.

 د ياد وزارت د مطبوعاتو دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ښوونځي د غويي مياشتې له ٢٧ نيټې راهيسې تړل شوي او سلګونه ماشومان له درس ويلو محروم پاتې شوي وو.

 سرچينه وايي، چې دغه ښوونځي له پرون ورځې راهيسې په رسمي ډول د علماوو، مشرانو او د امنيتي ځواکونو په مرسته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.

 زده کوونکو د ښوونځيو پر پرانيستل کېدو ډېر خوشحال دي او له دواړو لوريو غواړي، چې د پوهنې ځايونه په نښه نه کړي.

 د دشت ارچي ولسوالۍ د تيموري کلي يوه زده کوونکي محمد عاطف پژواک ته وويل، چې د دغو ښوونځيو زده کوونکي له تېرې يوې مياشتې راهيسې له خپلو درسونو پاتې وو.

 هغه زياته کړه: ” موږ له خپلو کورونو شړل شوي وو او د ښوونځي دروازې هم تړل شوې وې، اوس نو څلورنيمې مياشتني امتحانونه رانږدې دي، بيرته خپلو درسونو ته راغلي يو، خو د ښوونځيو د تړل کېدو پر مهال له درسونو پاتي شوي يو.”

 د کندوز ولايت په کچه له ٤٧٠ څخه ډېر ښوونځي شتون لري، چې له ٣٠٠ څخه ډېر هلکان او نجونې پکې خپل درسونه پر مخ وړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي ځواکونو ويلي چې د دشت ارچي ولسوالۍ د “ذوالفقار ١ او ٢” عملياتو په پايله کې د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې، چې په ترڅ کې يې ٤٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او پر دې سربېره له دغې سيمې څخه ټولې  کډه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته راستنې شوې دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.