ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دويم پړاو ټاکنو ولې د سياسي کورنيو غړي سره وېشلې دي؟

دويم پړاو ټاکنو ولې د سياسي کورنيو غړي سره وېشلې دي؟

author avatar
10 Jun 2014 - 15:48
دويم پړاو ټاکنو ولې د سياسي کورنيو غړي سره وېشلې دي؟
author avatar
10 Jun 2014 - 15:48

کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى٩٣): د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د افغانستان د ځينو سياسي کورنيو غړي په دوو برخو وېشلې دي، ځينو  يې د ډاکټر عبدالله عبدالله خوا نيولې او ځينې نور پر دوکتور اشرف غني احمدزي ورټول شوي دي.

د چارو شنونکي د افغانستان تېر تاريخ ته په کتو د دغو کورنيو د غړو ترمنځ د نظر اختلاف طبيعي بولي، خو وايي چې دا ډول پرېکړې د هغوى پر شخصي ګټو ولاړې دي.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو ته درې ورځې پاتې دي، د ولسمشرۍ دوو مخکښو کانديدانو د خپل ټاکنيز کمپاين په ٢١ ورځنۍ موده کې ، چې تر سبا به دوام وکړي وکولى شول ځينې سياسي څېرې پر ځان راټول کړې.

د افغانستان په سياسي کورنيو کې د ولسمشر حامد کرزي ، احمدشاه مسعود، صبغت الله مجددي کورنۍ او د پير سيد احمد ګېلاني کورنۍ د پام وړ دي.

د ولسمشر حامد کرزي يوه ورور محمود کرزي ، چې سوداګر او پانګه وال  دى د ډاکټر عبدالله عبدالله  تر خوا ولاړ دى، خو بل ورور يې  چې د ولسمشرۍ کانديد هم و، د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

دغه راز د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود وروڼو هم ورته پرېکړه کړې ده.

احمد ضياء مسعود چې د ولسمشر کرزي پخوانى لومړى مرستيال و، د ټاکنو په دويم پړاو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته واوښت، خو  بل ورور يې احمد ولي مسعود د ډاکټر عبدالله ملګرتيا اعلان کړه.

همداراز د مجددي او ګيلاني کورنۍ ، چې د مذهبي اړخ درلودو له امله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د خلکو له درناوي برخمنه ده، په ورته برخليک اخته دى.

پخواني ولسمشر او جهادي څېرې صبغت الله مجددي ويلي ، چې د هېواد وضعيت ته په کتو يې د اشرف غني د ملاتړ پرېکړه کړې ده. هغه خپله دا پرېکړه د استخارې لمونځ په يادولو سره له ديني پلوه هم توجيه کړه.

خو نجيب الله مجددي د خپل ورور د پرېکړې پر خلاف له عبدالله سره يو ځاى شو.

په همدې ډول جهادي مشر پير سيد احمد ګېلاني د دوکتور اشرف غني د ملاتړ اعلان کړى، خو وراره يې سيد اسحاق ګيلاني چې د ولسي جرګې پخوانى غړى دى، له ډاکټر عبدالله سره يو ځاى شوى دى.

همداراز په شرقي ولايت ننګرهار کې د وژل شوي جهادي مشر حاجي عبدالقدير د کورنيو غړو هم  په ټاکنو کې خپلې لارې بېلې کړې دي.

د ننګرهار او کابل پخوانى والي حاجي دين محمد د احمدزي د ټاکنيزې ډلې غړى دى، خو ورور يې حاجي بريالى ارسلايي د عبدالله ملا تړلې ده.

د همدې ولايت د بل وژل شوي جهادي مشر د حاجي زمان غمشريک کورنيو هم ورته پرېکړې کړې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى جاوېد زمان د دوکتور اشرف غني ملاتړ کوي،  خو  تره يې حاجي امان خيري د ډاکټر عبدالله عبدالله ترڅنګ ولاړ دى.

په پکتيا ولايت کې پخوانى جهادي قوماندان باچا خان ځدراڼ او ورور يې امان الله ځدراڼ هم د کانديدانو په ملاتړ کې سره يوه خوله نه دي.

لومړى يې د اشرف غني او بل دويم يې د عبدالله د لارې ملګري شوي دي.

د کرزي کورنۍ نور  غړي جميل کرزى له عبدالله سره يوځاى شوى ، خو حشمت  خليل کرزي او حکمت کرزي د اشرف غني خوا نيولې ده.

پخوانى سلاکار وزير نعمت الله شهراني د ډاکتر اشرف غني او زوى يې وحيدالله شهراني ، چې د کانونو وزير و له ډاکټر عبدالله سره يو ځاى شوى.

د کونړ وکيل حاجي سخي مشواڼى له عبدالله سره  او د تره زوى  او د ولايتي شورا وکيل ولايت خان له ډاکټر غني سره يو ځاى شوى دى.

د چارو شنونکى او د کابل پوهنتون استاد احمدضياء رفعت وايي، دا چې د افغانستان په تېر ٣٥٠ کلن تاريخ کې اکثره پاچاهان د خپلو کورنيو د غړو له خوا پرځول شوي، نو په سياست کې د نظر اختلاف غير طبيعي خبره نه ده.

رفعت په ځانګړي ډول د کرزي او مسعود د کورنيو په اړه وايي، چې  د غړو ترمنځ يې د نظر شديد اختلاف شته.

رفعت زياتوي ، چې په افغانستان کې ډېر کم رامنځته کېږي چې سياستوال د لويو ملي ګټو پر اساس تصميم ونيسي.

نوموړي وويل: “تصور دا دى کوم د نظر اختلاف چې په سياسي کورنيو کې شته، تصميمونه چې نيول کېږي، فرد محور دي، شخصي ګټې تامينوي، کله هم کېداى شي دا ډول پرېکړې په تصادفي ډول له ملي ګټو سره سمون ولري، خو څه چې سياستوالو ته ارزښت لري، د هغوى شخصي ګټې دي.”

دى وايي په روانو ټاکنو کې له کانديدانو د سياسي څېرو ملاتړ بهير هم تر ډېره پر شخصي ګټو ولاړ دى، چې دا د هېواد په زيان ده.

 د کابل پوهنتون استاد دا نه مني چې ګواکې سياسي څېرو دې د ګډ سياست يا هدف په لرلو سره بېلابېلې لارې غوره کړې وي.

رفعت زياتوي: “تر کومه ځايه چې معلومات لرم، د ښاغلي کرزي وروڼو د ګډ سياست له مخې پر دوو لارو نه دي روان، ښاغلي قيوم کرزي د قومي تمايل له مخې له غني سره يوځاى شو او ښاغلى محمود کرزى د اقتصادي تمايلاتو له مخې چې پلانونه يې د اشرف غني له پروګرامونو سره سمون نه درلود، نو له همدې امله ښاغلي عبدالله سره يوځاى شو.”

 د کابل پوهنتون استاد د مسعود د کورنۍ په اړه وايي ، چې د احمد ضياء مسعود او عبدالله ترمنځ له پخوا د نظر اختلاف وو، دواړو د بېلابېلو سياسي ايتلافونو مشري کوله.

دى وايي، چې د همدې پخوانيو اختلافونو له امله وه چې ‘احمد ضياء مسعود د عبدالله ترڅنګ خپل ځاى تنګ وليد’ او د اشرف غني خوا ته ورغى.

د رفعت په باور، د احمدولي مسعود او عبدالله عبدالله ترمنځ د نظر يووالى له پخوا موجود وو او له همدې امله په ډېرې اسانۍ د هغه د ټاکنيز ټيم غړى شو.

د يادونې  ده ، په دغو سياسي څېرو کې چې د ولسمشرۍ له کانديدانو يې ملاتړ اعلان کړى، ځينې په پراخ مالي او اداري فساد تورن دي.

دا چې دې مسلې څومره ددوى په دغو پرېکړو کې رول لوبولى، په دې اړه استاد رفعت وايي: “په دغه سياسي راشه درشه کې چې په دې وروستيو کې شوې، لرې نه ده چې دغو اشخاصو په خپلو پرېکړو کې شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړى وي.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.