ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو په ورځ به ٨١٣ مرکزونه تړلي وي

د ټاکنو په ورځ به ٨١٣ مرکزونه تړلي وي

author avatar
10 Jun 2014 - 18:12
د ټاکنو په ورځ به ٨١٣ مرکزونه تړلي وي
author avatar
10 Jun 2014 - 18:12

 کابل(پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ټاکنو د وروستيو امنيتي ارزونو د لړليک پر بنسټ  به د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو څه پاندې ٣٦٠٠ مرکزونه فعال او پاتې نور تړلي وي.

د ټاکنو د امنيت خوندي کولو کمېسيون رييس لوى پاسوال سالم احساس په خبري غونډه کې وويل، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو له اعلان سره امنيتي ځواکونو خپلې امنيتې ارزونې پيل کړې او په وروستۍ اونۍ يې نهايي ارزونې بشپړې کړې.

هغه زياته کړه، ددغو ارزونو پر بنسټ چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واستول شوې، په ټوله کې د رايې ورکولو د  ٦٣٥٦ مرکزونو امنيت د امنيتي ځواکونو له خوا نيول کېږي.

خو احساس په ډاګه کړه، چې ددغې ارزيابۍ له مخې به د رايې ورکولو ٨١٣ مرکزونه د امنيتي ملاحظاتو ، د محلونو د لارو سختوالي او استوګنځي د نشتوالي په سبب د ټاکنو په ورځ تړلي وي.

د ټاکنو دامنيت خوندي کولو کمېسيون رييس بادغيس، غور، فراه، هرات، غزني، هلمند، ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان ولايتونه دهغو ولايتونو په توګه ياد کړل، چې ډېرى ټاکنيز مرکزونه به يې تړلي وي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر دې وړاندې ويلي وو، چې د امنيتي ځواکونو د وروستيو ارزونو پر بنسټ به د هېواد په کچه د رايې ورکولو د ٦٤٠٠ مرکزونو څخه ١٨٤ مرکزونه د لوړو امنيتي ګواښونو په سبب غير فعال وي.

خو دوه ورځې وړاند د ملي امنيت شورا وويل، چې د امنيتي ځواکونو، د ټاکنو کمېسيونونو، واليانو او ځايي مخورو له خوا په ګډه د امنيتي ګواښوونو د څېړنې په پايله کې پرېکړه شوې، چې د رايې ورکولو له ټولو مرکزونو څخه به ٩٠٦ مرکزونه د ټاکنو په ورځ تړلي وي.

هغه وويل، چې ټولو ولايتونو ته د حساسو توکو د لېږد پروسه بشپړه شوې  او ټاکل شوې، چې نن ماښام دغه بهير ولسواليو ته هم بشپړ شي.

احساس زياته کړه، چې په ټوله کې ١٢٥٠٠ ښځې د ټاکنو په ورځ د تلاشۍ لپاره روزل شوې او ٣٠٠ نور کسان په ټولو هېواد کې د ريزرف په کچه شته، چې  د اړتيا پرمهال به ترې کار واخلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وويل، پوليس چمتو دي، چې په خپل ټول توان، قدرت او امکاناتو سره له ټاکنو ساتنه وکړي او د امنيتي ځواکونو په اړه د ټولو پخوانيو نظرياتو او تحليلونو خلاف، چې پخوا يادېدل، دوى ثابته کړې، چې کولى شي د هېواد له مهمو سياسي پروګرامونو ساتنه وکړي.

نوموړي يادونه وکړه، چې پوليس به د ټاکنو په دويم پړاو کې له ټولو ټاکنيزو مرکزونو ساتنه وکړي، د وسله والو مخالفينو هڅې او خوځښتونه له نږدې تر کره څارنې او پلټنې لاندې دي او د  ټاکنو د ګډوډولو لپاره به دوى هره هڅه د امنيتي ځواکونو له غښتلي ځواب سره مخ شي.

صديقي زياته کړه:((موږ خلکو ته دا ډاډينه ورکوو، چې هېڅ ډله او هېڅ کوم سازمان او کس د ټاکنو د ګډوډلو توان نه لري او وسله وال مخالفين به د ټاکنو لومړي پړاو په څېر له ماتې سره مخامخ وي.))

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.