ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي

مشرانو جرګې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي

author avatar
10 Jun 2014 - 16:06
مشرانو جرګې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي
author avatar
10 Jun 2014 - 16:06

کابل ( پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): مشرانو جرګې له خلکو وغوښتل ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، ځکه چې د خلکو پراخ ګډون ، په ټاکنو کې د درغليو او د دې ملي پروسې په تړاو د بهرنيو توطيو مخه نيسي.

د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې. په دې پړاو کې له اتو کانديدانو يوه هم پنځوس سلنه جمع يو رايه تر لاسه نه کړه او ټاکل شوې چې په دويم پړاو کې د دوو مخکښو کانديدانو  ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي ٢٤سيالي وشي.

په مشرانو جرګه کې هم نن د ولسمشرۍ پر دويم پړاو ټاکنو بحث وشو او د جرګې غړيو  له خلکو وغوښتل ،چې د لومړي پړاو په څېر په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون کولاى شي په ټاکنو کې د درغليو او د دې ملي پروسې په تړاو  د بهرنيو هېوادونو د توطيو  مخه ونيسي .

جمشيدي له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو پايلو ته غاړه کيږدي او د هر يوه کانديد د بريا په صورت کې داسې څه ونه کړي، چې  هېواد له ستونزو سره مخ کړي.

په ياده جرګه کې د کابل استازې انارکلي هنريار هم راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پر پراخ ګډون ټينګار وکړ او ويي ويل،چې خلک بايد په ټاکنو کې د يو څارونکي دنده هم ترسره کړي، ترڅو هيڅوک درغلۍ ونه شي کړاى .

دى هم وويل،چې د خلکو پراخ ګډون کولاى شي ټاکنو ته روڼتيا وبښي او د پرديو د توطيو مخه ونيسي.

هغې زياته کړه: ((زه له ښځو او نارينه وو غوښتنه کوم،چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او هيله لرم ،چې د تېرځل په څېر  امنيتي ځواکونه ښه امنيت ونيسي .))

په مشرانو جرګه کې د لوګر استازي هم ورته څرګندونې وکړې او ويي ويل،چې امنيتي  چارواکي بايد داسې څرګندونې ونه کړي ، چې له مخې يې د خلکو په زړونو کې وېره پيدا شي او په ټاکنو کې له برخې اخيستو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان،چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه هم وويل،چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې بايد خلک پراخ ګډون وکړي .

هغه زياته کړه : (( د خلکو پراخ ګډون په ټاکنو کې د درغليو مخنيوى کوي .))

ګل افغان له امنيتي ځواکونو وغوښتل ،چې کلک امنيتي تدابير ونيسي، ترڅو خلک وکولاى شي په ارامه فضا کې خپله رايه وکار  وي .

 تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير محمد عمر داود زي ويلي و،چې د تېر ځل ټاکنو په پرتله به په دې ټاکنو کې د امنيتي ګواښونو کچه لوړه وي ، خو امنيتي ځواکونه د امنيت ټينګښت ته چمتوالى لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.