ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو ته د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني ٥٠ سترې ژمنې

خلکو ته د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني ٥٠ سترې ژمنې

author avatar
11 Jun 2014 - 19:05
خلکو ته د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني ٥٠ سترې ژمنې
author avatar
11 Jun 2014 - 19:05

 کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٣): ډاکټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ له دوو نوماندانو يو دى، چې د افغانستان خلکو ته يې ٥٠ سترې ژمنې ورکړې، چې د خپلې بريا په صورت کې به يې عملي کوي.

دغه مخکښ نوماند خپلې ژمنې په لومړي پړاو (د ٩٢ کال د سلواغې له ١٣مې د ٩٣ کال د وري تر ١٣مې) او په دويم پړاو (٩٣ کال د غبرګولي له لومړۍ تر ٢١مې) کې د ټاکنيزو مبارزو او ولايتونو ته د سفرونو له لارې مطرح کړې دي.

د اشرف غني احمدزي خبرو ته په کتو سره څرګندېږي، چې د ولسمشرۍ د دغه نوماند ډېرې ژمنې د اقتصادي مسايلو او د خلکو او دولت د عايداتو د ښه کېدو او لوړېدو پر محور را څرخېږي.

اقتصادي:

١- جوزجان: د نفتو او تېلو څېړنيز پوهنتون جوړوم؛ په دغه پوهنتون کې به د نفتو او تېلو په اړه څېړنې کېږي، انجنيران او فني کارګرانو ته به په کې روزنه ورکړل کېږي.

٢- جوزجان: د دغه ولايت له ګازو بايد برېښنا توليد شي، چې په پيل کې به د جوزجان د لګښتونو او وروسته د نورو شمالي ولايتونو او کابل لور ته وغځول شي.

٣- کابل: زما د حکومت په پنځو کلونو کې به هېڅوک هم بې استوګنځي نه وي.

٤- کابل: د پانګوالو د ساتنې لپاره د مهمو کارونو ترسره کول او د هغوى د پانګونې خونديتوب. قانون لومړى پر خپل ځان بيا پر جنرال دوستم او سرور دانش پلى کوم.

٥- هلمند: د بريا په صورت کې د کجکي بند د جوړولو لپاره په جدي ډول مبازره کوم او په هلمند کې به د پنبې د حاصلاتو لپاره به چې په ګودامونو کې زېرمه کېږي او بازار نه لري، يو مناسب بازار پيدا کړم.

٦- کابل: سرحدي ولايتونو به په ترانزيټي ولايتونو بدل کړو.

په هېواد کې خپله د افغانانو له خوا د پانګونې زمينه مساعدوو، زموږ سترګې او غوږونه بايد د بهرنيو مرستو په تمه نه وي.

٧- کندوز: دغه ولايت په د نړيوال ترانزيټ پر مرکز بدل کړو او په شېرخان بندر کې په پانګونې سره به رېل پټلۍ له دغه مسير څخه وغځوو.

٨- کندوز: د امو سيند د سواحلو ټينګول، د کرنې ميکانيزه کول، د کرنيز پوهنتون جوړول، د هوايي ډګر او کندوز ښار پراختيا، د دوو ولسواليو زياتول، د خصوصي او د ښځو د لاسي صنايعو وده ټول زموږ په کاري لومړيتوبونو کې دي.

٩- خوست: د بريا په صورت کې به د خوست هوايي ډګر نړيوال کړو او د دغه ولايت د غلام خان سړک د رغولو لپاره اقدام کوو.

١٠- پکتيا: دغه ولايت به په ترانزيټي سيمه بدل کړو، د مچلغو بند په څېر بندونه به ورغوو.

١١- ننګرهار: ختيځ ولايتونه به د برېښنا پر توليدوونکو ولايتونو بدل کړو. په جلال اباد کې به په نړيواله کچه يو اسلامي پوهنتون جوړ کړو، دغه ښار به پر يوه صنعتي ښار بدل کړو، چې حتى توليدي توکي يې له هېواده بهر صادر شي، د ننګرهار کانال به جوړ او اوبه به يې مهار کړو.

١٢- کندهار: کندهار د سيمې په کچه پر يوه ترانزيټي مرکز بدلول، په سپين بولدک کې د رېل ګاډي پټلۍ جوړول، د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو نلليکې غځول او له کندهاره د ګازو د لېږد مرکز جوړول، له کندهاره تر اروزګان پورې د يوه دوه طرفه سړک جوړول او د ښارونو د بيارغونې لپاره د ملي پيوستون د يوه پروګرام رامنځته کول به زموږ له حکومتي پروګرامونو څخه وي.

١٣- باميان: په دغه ولايت کې د ګرځندوى (سياحت) صنعت پر پياوړتيا سره په دغه ولايت کې به بيارغونه، د باميان- هرات لويې لارې جوړولو او د باميانو له لارې د سوېلي او شمالي ولايتونو پر نښلولو تمرکز کوو.

١٤- هرات: له ايران څخه هرات ته د رېل کاډي پټلۍ بشپړول، له هرات هوايي ډګر څخه د صادراتو لپاره زمينه مساعدول، د دغه ولايت د روانو اوبو مديريت، د ترکمنستان د ګاز نلليکې غځولو لپاره اقدام. هرات پر نړيوال ترانزيټي مرکز بدلول او پانګوالو ته د خوندي فضا رامنځته کول.

١٥- فارياب: د فارياب اقينه بندر، د بلخ حيرتان او کندوز د شېرخان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ جوړول او ترکمنستان له رېل پټلۍ سره يې نښلول، فارياب په يوه سوداګريز مرکز بدلول، له ترکمنستان سره په پوله په اقينه سوداګريز بندر پانګونه او د خواجه قچي بندر بيارغونه، د المار ولسوالۍ د اوبو پر بند د کار چټکوالى، د فارياب او بادغيس تر منځ د حلقوي لويې لارې ادامه، د غاليو د صنعت وده، فارياب د افغانستان پر کرنيز ګودام بدلول.

١٦- فارياب: بېوزلى او غريب ولايت فارياب به د سوداګرۍ د ودې، کرنې او د خپلو کانونو د استخراج په برخه کې پر يوه شتمن ولايت بدل کړو.

١٧- بدخشان: په لومړي قدم کې د ورېښمو سوداګريزه لاره، چې له بدخشان څخه تېرېږي، له چين سره نښلوو او هغه د نړۍ په ترانزيټي مرکز نوموو.

١٨- کابل: په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پياوړتيا.

١٩- کابل: د کابلبانک قضيې څېړنه او د عاملينو محاکمه يې.

ديني، ټولنيزې او فرهنګي چارې:

٢٠- کابل: افغانستان د اسلامي تفکر پر مرکز بدلول، بهرنيو هېوادونو ته د ديني تحصيل لپاره د خلکو د سفرونو د مخنيوي په موخه په ټولو حوزو کې د ديني مدرسو جوړول.

٢١- د ارګ او جومات ترمنځ واټن له منځه وړل، د خلکو تر منځ پيوستون رامنځته کوو، د عالمانو مادي او معنوي حقونو ته درناوى کوو.

٢٢- رسمي ژبو ته ترويج ورکوو.

د ژوند چاپېريال:

٢٣- کابل: لوى ښارونه د هوا د ککړوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د اوبو ستونزه هغه ستونزه ده، چې زموږ د پاملرنې وړ ده. د ژوند چاپېريال د ساتنې لپاره د طبيعي سرچينو ساتنه اړينه ده او زموږ په اقداماتو کې به د نفتي توکو کنټرول هم شامل وي. د کابل ښار ککړ چاپېريال په کابل ښار کې ښاريان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د دې ستونزې د حل لپاره به د بې کيفيته تېلو د واردولو مخه ونيول شي او کابل به بېرته زرغون شي.

٢٤- پکتيا: د هغو پروژو په څېر، چې پخوا په پکتيا کې د المان له خوا د ځنګلونو د ساتنې لپاره عملي شوې، نورې پروژې به هم اجرا کړو.

حکومتولي:

٢٥- کابل: په ټاکنو کې د بريا په صورت کې د سياسي مخورو او وروڼو قومونو د باثبات او تلپاتې شتون لپاره د اساسي قانون په تعديل سره په نظام کې د دولتي مشرتابه په کچه د ولسمشرۍ د نوي مرستيالۍ رامنځته کول او د ملي ترکيب بشپړول.

٢٦- کابل: د اساسي قانون د تعديل او د معاونت پست د رامنځته کولو تر وخته د لوړې له مراسو وروسته د يوه تقنيني فرمان له مخې د حکومت اجرائيوي پست رامنځته کول، چې له څرګندو واکونو سره د ولسمشر له خوا تعيين او تفويضېږي، رامنځته شي.

٢٧- کابل: ٤٠ سلنه ملي بوديجه به ولايتونو او سيمه ييزو ادارو ته ځانګړې کړو، ترڅو په بېلابېلو ډګرونو کې د خلکو ستونزې هوارې شي. دغه راز د قانون بشپړ تنفيذ، ملي يووالى، د ولسي حکومت جوړول، د محاکمو اصلاح، ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول.

٢۸- واک ته درسيدو په لومړې ورځو کې به د امريکا امنيتى تړون لاسليک کړم

٢۹- دولت به پر يوه سهامي شرکت بدل نه کړي او په هرو شپږو مياشتو کې به خلکو ته د حکومتوالۍ راپور ورکړي.

۳۰- کابل: د ولسي جرګې له ټاکنو سره هم مهاله به د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کار وکړي.

٣۱- کابل: له فساد سره به کلکه مبارزه وکړي او هغه کسان چې له تېرو کلونو راهيسې يې په دولت کې د واليانو په توګه کار کاوه، له دندو به يې لري کړي.

٣۲- کابل: مجرمان به مجازات کړو او د مکافاتو او مجازاتو سيستم په رامنځته کولو سره به د عدلي او قضايي ارګانونو او پوليسو تر منځ اړينه همغږي رامنځته کړو.

٣۳- کندهار: له فساد څخه د مخنيوي په خاطر د لس کلن پاسپورټ رامنځته کول.

٣۴- کابل: چوروالي به بېرته په ښاروالي بدله کړو، څو خلک خپل ځان خوندي وبولي. که چېرې يو کال وخت ورکړل شي د ادارې د ښه والي او بيارغونې په برخه کې به کابل ښار پر يو تر ټولو غوره ښاري سيمو باندې بدل کړي.

٣۵- کابل: د دولتي ځمکو د مديريت لپاره د يوې ادارې رامنځته کول، عرفي قبالې پر شرعي قبالو اړول او د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځول.

امنيت او پوځي چارې:

٣۶- له لومړۍ ورځې به د افغانستان د وسله والو ځواکونو على سرقومانداني رامنځته کړو، چې په هېواد کې امنيت خوندي شي.

٣۷- د امنيتي ځواکونو او شهيدانو د وارثانو له حقونو دفاع کوو او د جهاد مهال له معلولينو څخه ملاتړ کوو او د هغو پوځيانو ستاينه به وکړو، چې کارونه يې ډېر موثر وي. خپلسري وسله وال به قانوني کړو. د قانوني صلاحيتونو په رڼا کې به د دبشري حقونو له سرغړوونکو او جنګي جنايت کارانو سره قانوني چلند وکړو.

٣۸- ننګرهار: ختيځ ولايتونه د سولې او امنيت پر مرکز بدلول.

٣۹- بدخشان: د هېواد په کچه د ملي اردو پياوړتيا، سمبالښت او روزنه او د بدخشان په څېر ولايتونو کې د ملي پوليسو د تشکيلاتو پياوړتيا او د محدوديت پراختيا.

پوهنه او لوړې زده کړې:

۴۰- کابل: تر ټولو وړاندې به د پوهنې لپاره يو ارام چاپېريال او چوکاټ رامنځته کړو، چې د نهم ټولګي يو زده کوونکى دا ولري، چې د ټولنې د چارو په انتظام او اقتصاد کې رول ولري او هم د خپل ځان او هېواد د ساتنې او پياوړتيا په ټولو چارو کې ونډه واخلي. زده کوونکي له نهم يا ١٢ ټولګي څخه تر فراغت وروسته په خپل ذهن کې د نورو زده کړو د دوام لپاره چمتووالى ولري.

موږ په دې برخه کې زياته پاملرنه لرو، څو يو محصل اړ نه شي، چې څلور کاله پوهنتون ووايي، بلکې داسې کسان به هم وروزو، چې په دوو کلونو کې بازار ته ووځي، هغه کسان چې د امنيتي، اقتصادي، فرهنګي او د ټولنې د ستونزو له امله له زده کړې پاتې دي، نو د زده کړې د بشپړاوي لپاره يې زيات چمتووالى لرو.

د کانکور ازموينه به هم په بنسټيز ډول اصلاح شي، ښوونځي به د تدريسي کيفيت پر بنسټ معياري کړو، څو زده کوونکي له لوړو زده کړو لرې پاتې نه شي.

هغه ځوانان چې له ښوونځي او پوهنځي څخه پاتې کېږي، د نړيوالو تجربو پر بنسټ به ورته داسې پروګرامونه رامنځته شي، چې د لسو اونيو په اوږدو کې نيمه مسلکي شي.

نو موږ به د کار يوکلنه قوه مطرح او عملي کړو، چې په ترڅ کې يې نالوستي ځوانان له لسو اونيو نيولې تر شپږو مياشتو پورې د عملي کار په اوږدو کې مسلکي روزنې وګوري.

 

روغتيا:

٤۱- د ميندو او ماشوم د مړينې د کچې کموالي لپاره د ښځينه ډاکټرانو د شمېر ډېرول، په ځانګړي ډول په نسايي ولادي برخه کې. د دې تر څنګ د پرمختللو طبي وسايلو د رامنځته کولو او د تخصصي او فني کدرونو د ظرفيت لوړولو غوښتونکي يو او روغتيايي مرکزونه پر عصري وسايلو سمبالوو. د ځوانانو او ماشومانو د روغتيا لپاره به ځانګړې پاملرنه وشي، په ځانګړي ډول روغتيايي بيمه اړينه ده او ډېر اهميت لري. د روږدو د درملنې او روزنې لپاره به روغتيايي مرکزونه جوړ کړو.

بشري، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه:

٤٢-کابل: په حکومت کې به ښځو ته زياته ونډه ورکړو او هغه کسان به مجازات کړو چې له ښځو سره يې تاوتريخوالى کړى دى. د ښځو زده کړه او ورته روغتيايي خدمتونه په خپل کاري لومړيتوب کې نيسو، ښځو ته به يو ځانګړى لومړى درجه پوهنتون جوړ کړو، چې تحصيل وکړي. که چېرې زما په حکومت کې څوک ښځو ته په بده سترګه وګوري، نو له سختو مجازاتو سره به مخ شي. په ستره محکمه کې د قضايي چارو د ښه والي لپاره د يوې ښځينه قاضي ټاکل.

٤٣- بدخشان: ښځې په دولتي ادارو کې د کار وړتيا لري، خو د ټولنې د سنتي والي په امله له ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي، زه به د ښځو وړتيا لوړه کړم او په دولتي ادارو کې ورته د کار زمينه مساعدوم.

د بيان ازادي:

٤٤- په خپل راتلونکي حکومت کې به د بيان ازادي په هېواد کې قانونمنده کړو. له مدني بنسټونو سره په همکارۍ به د بيان د ازادۍ حدود وټاکو. د رسنيو مديريت ته به په بنسټيز ډول بدلون ورکړو، څو يو ازاد ملي فرهنګ رامنځته شي.

د ټولو وژل شوو خبريالانو دوسيې له سره خلاصوو، حق الله او حق العبد يو له بل څخه تفکيک کوو، څو د بيان له ازادۍ ساتنه وشي.

کډوال او کورني بې ځايه شوي:

٤٥- کابل: د کډوالو راستنول او د کډوالو ارامي زموږ په کاري لومړيتوبونو کې ده. موږ چمتو يو چې د سيمه ييزې او هېوادنۍ موخې لپاره ټولې ستونزې په ګډه بررسي کړو او له منځه يوسو. موږ هېواد ته د کډوالو بېرته راستنول د يوه پروګرام له مخې په يوه جدي چاره بدلوو. د دوى لپاره د ژوند د معيشت لارې چارې جوړوو.هغه پروژې چې اوسمهال زموږ ځيني هېواد وال ورباندې بوخت دي، لکه د شاتو مچيو، کبانو او چرګانو فارمونه، دغه پروژې د دوى لپاره برابروو.دوى له ځان سره په ملي پروسه کې شريکوو او ښوونيزو او روغتيايي چارو ته به يې ځانګړې پاملرنه وشي.

٤٦- هغو افغان کډوالو ته د افغاني پاسپورټ ورکړم، چې په عربي هېوادونو کې په پاکستاني پاسپورټ ژوند کوي.

٤٧- هرات: د هرات مېشتو کورنيو بې ځايه شوو لپاره د استوګنځي چمتو کول. پلرنيو مېنو ته له کوېټې څخه د سوېلي ولايتونو د کډوالو راستنول.

له طالبانو سره سوله:

٤٨- په هېواد کې د ديني عالمانو په مرسته د سولې راوستل.

٤٩- په هېواد کې د سراسري سولې د خوندي کولو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د دريځ نيولو لپاره ملي اجماع راغواړو، د ملي اجماع شرايط برابروو، څو تلپاتې سوله راشي.

٥٠- ملي حاکميت زموږ له کاري لومړيتونو څخه دى، څو له سياسي لارې يوې واحدې اجماع ته ورسېږو.له ټولو وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو غواړو، چې د يوه غښتلي نظام د جوړښت او ملي مشارکت لپاره خپل نظريات او وړانديزونه وړاندې کړي او ځان په يوه سياسي نظام کې داخل کړي.

موږ د اسلام د مبارک دين پر بڼسټ بښنې ته پر غچ اخيستنه غوره والى ورکوو.

د تلپاتې سولې معنا هم دا ده، چې ټول اړخونه، بښنې ته په غچ اخيستنه لومړيتوب ورکړى او د اسلامي او ملي موخو پر بنسټ يوې اسلامي اجماع ته ورسېږو.

پژواک خبري اژانس د اشرف غني احمدزي دغه ژمنې د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو پړاوونو د ټاکنيزو مبارزو د خبرونو او راپورونو پر بنسټ ترتيب کړى او د احتمال هم لري، چې نوموړي له خلکو سره په ليدنو کتنو کې ځيني نورې لويې ژمنې هم مطرح کړې وي، چې دلته نه دي درج شوې.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه په ټول هېواد کې ترسره کېږي. په دې دوره کې ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزى له يو بل سره سيالي کوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.