ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطب الدين هلال له اشرف غني ملاتړ وکړ

author avatar
11 Jun 2014 - 19:11
author avatar
11 Jun 2014 - 19:11

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٣): قطب الدين هلال د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام له ټاکنيز ټيم سره يوځاى شو.

د تغيير او تحول ټيم مشر هلال، چې په لومړي پړاو ټاکنو ولسمشرۍ ته کانديد وو، ٢،٧٥ سلنه (څه دپاسه ١٨١ زره) رايې اخيستې وې.

نوموړي نن له خپل لومړي مرستيال عنايت الله عنايت سره يو ځاى په يوه خبره ناسته کې وويل، له تېرې څه مودې راهيسې يې له دواړو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني سره مذاکرات لرل او دواړو لورو ته يې يوه ١٩مه ماده ييزه طرحه وړاندې کړې وه.

ده زياته کړه، په پاى کې د اشرف غني احمدزي ټيم د يادې طرحې له موادو سره هوکړه وکړه او له همدې امله له نوموړي څخه ملاتړ کوي.

نوموړي د سولې لپاره مخلصانه هلې ځلې پيلول او د يوه بې پلوه د سولې عالي شورا جوړول، د فساد له منځه وړل او د احتساب په نوم د يوې ادارې رامنځ ته کول د يادې طرحې بنسټيز مواد وبلل او په وينا يې: “په دې طرحه کې ټول مواد اسلامي او ملي وو.”

د ده په خبره، افغانستان هرڅه لري، خو ښه ټيم نه لري او هيله ده، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم د دې هېواد لپاره يو ښه ټيم شي او د هېواد لپاره خدمت وکړي.

هغه وايي: “د هېڅ يوې چوکۍ او مقام تمه نه لرم، بلکې په هېواد کې د سولې، اسلامي نظام، ارامي او ښې حکومتوالۍ هيله مند يم.”

خو ده يادونه وکړه، چې د بدلون له ټيم څخه د ده ملاتړ د يادې طرحې په چوکاټ کې دى او په وينا يې: “زموږ ملاتړ مشروط دى، که مو په طرحې عمل ونه شو، موږ به هم خپلې ژمنې عملي نه کړو، خو هيله منده يم چې د دې طرحې مواد عملي شي او اشرف غني د دې وړتيا لري چې دا مواد عملي کړي.”

هلال له دواړو کانديدانو هم وغوښتل، چې په ټاکنيزو منډو ترړو کې ښه اخلاق مراعات کړي او که کوم کانديد يې بايلي، بايد مقابل لوري ته مبارکي ورکړي.

هغه زياتوي، هيله ده د ټاکنو دويم پړاو ټاکنې په ښه او اصولي ډول پاى ته ورسېږي او پايلې يې د ولس په ګټه وي.

بايد وويل شي، چې د هلال دويم مرستيال محمد علي نبي زاده، نن سهار د اشرف غني د ټاکنيز رقيب عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

خو قطب الدين هلال په دې اړه وويل: “زموږ ځينو کسانو له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ، خو هغه له ما سره بې وفايي وکړه، د تغيير او تحول نوم ما ايښى، هغوى بايد له ما سره مشوره کړې واى.”

نوموړي دغه راز وويل چې له ٤٣ کلونو راهيسې د حزب اسلامي غړى دى، خو په دې ګوند کې کومه رسمي دنده نه لري او له همدې امله يې په ټاکنيزو سياليو کې د يوه خپلواک کانديد په توګه برخه اخيستې ده.

ده زياته کړه: “دلته او هلته د حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار دى، دلته د هغه پر وړاندې يو لړ خنډونه شته، او هيله ده چې دا خنډونه لرې شي او نوموړى هم په دې سياسي چاپېريال کې برخه واخلي.”

د ويلو ده، چې د تحول او تداوم ټيم سره له دې وړاندې هم د ولسمشرۍ دوو نورو کانديدانو داوود سلطان زوى او هدايت امين ارسلا ملاتړ کړى وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.