ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو، سرو زرو او بورې بيې لوړې شوي

د تېلو، سرو زرو او بورې بيې لوړې شوي

author avatar
12 Jun 2014 - 12:10
د تېلو، سرو زرو او بورې بيې لوړې شوي
author avatar
12 Jun 2014 - 12:10

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): په کابل ښار کې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په پرتله د پيټرول، ډېزلو، سرو زرو او بورې بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مسوول ميرزا محمد وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر پيټرولو بيه له ٦١ افغانيو ٦٢ او د يوه لېتر ډېزلو بيه له ٥٦ څخه ٥٩ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېلو بيې د غبرګولي په ٢٤مه ټاکنو ته د امنيتي تدابيرو له امله چې د تېلو واردات هم ورسره محدود شوي، لوړې شوې دي.

خو د اوبلن ګاز بيې د تېرو اوو ورځو په پرتله بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د تايمني پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن هم د تېرې ورځې په څېر د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو له ډلې بيا يواځې د اوړو بيه ښکته راغلې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلوپاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٥٥٠ څخه ١٧٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په کابل ښار کې د بورې د بيو لوړېدو لامل په نړيوالو بازارونو کې د بورې د کمښت له امله دى، خو د چغندرو د فصل په را رسېدو او د بورې په بيا ځلي توليد سره به بوره زياته او بيې ټيټې شي.

خو هغه زياته کړه، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو عمده بيه د تېرې اونۍ په څېر ١٢٥٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلو پاکستانۍ اول سېله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تورو چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو ويټنامي شين چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره ډېر توپير کړى، خو په ځينو مورادو کې کم دى.

د کابل ښار د دهن باغ يو پرچون پلورونکى هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن پنجشنبې (د غبرګولي ٢٢مه) پنځوس کيلوګرامه بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه په ١٣٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سېله پاکستانۍ وريجې په ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايى چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بيه هم لوړه شوې ده .

د کابل د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو ګرام عربي سره زرو بيه له ١٩٠٠ افغانيو ٢٠٠٠ او د يو ګرام ايراني سره زرو بيه له ١٦٠٠ څخه ١٨٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو د بيو له لوړېدو سره لوړه شوې ده.

د کابل شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه  د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٥٧،٧٠افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٧٠ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت ٧٥، ٥٧ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ارزښت ٥٨٠افغانۍ و.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.